Connect with us

تازه خبرونه

د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې ځانمرګی برید نهه تنه ووژل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځانمرګی برید  د خیرخانې د لب جر په سیمه کې هغه هوټل ته نږدې وشو چې په کې د بلخ د والي عطا محمد نور په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه.

 د پولیسو په وینا، په دې پیښه کې اووه امنیتي سرتیري او دوه ملکیان وژل شوي او اووه نور امنیتي ماموریت او دوه ملکیان ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې د څلورمې امنیتي حوزې د ټولي قومندان هم شامل دی.

 د عامې روغتیا وزارت مسوولین بیا وایی، چې د پیښې له ځایه روغتونونو ته ۲۵ ټپیان لیږدول شوي دي. ولسمشرۍ او سپیدار ماڼیو په جلا جلا خبرپاڼو کې د دې برید سخته غندنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست چې د پېښې په سیمه کې و، وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان په ناحقه دي او باید د خلکو له وژنو لاس واخلي.

ښاغلی ویس برمک وویل: “د افغانستان د خلکو او حکومت دریځ شرعي او مشروع دی، هغه کسان چې د افغانستان د خلکو دښمنان دي او غواړي خلک ووژني، او شهیدان کړي، په غلطه روان دي، دوي ته مو پیغام دا دی چې دوي باید باید په خپل دې عمل پیښمانه شي او له دې بریدونو لاس واخلي.”

کابل کې وروستیو کې  ځانمرګي بریدونه او چاودنې ډېرې شوي دي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال څو ورځې مخکې د ښار د حوزو له آمرینو وغوښتل چې له خلکو سره اړیکې پراخې کړي او پرینږدي چې وسلوال مخالفین د خلکو کورونو کې ځای ومومي.

خبریاله : سمیرا ظفري

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!