عاجل خبرونه

د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

(Last Updated On: November 14, 2017 7:07 pm)

په بابر بڼ کې د کلیوالي ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت مسوولین وایی، موخه یې کلیوالي سیبمو کې د ښځو د اقتصاد پیاوړتیا ده.

د نندارتون ګډون والې  ښځې وایی چې دغه راز نندارتونونه د دوی د تولیداتو د بازار موندنې لپاره ګټور دی.

دې نندارتون کې د پنځو ولایتونو ښځو خپل لاسي صنیایع او کرنیز محصولات نندارې ته ایښي دي؛ خو د بازار نه شتون هغه ستونزه ده چې ترې کړیږي.

د نندارتون ګډواله آزاده د پروان ولایت وایي: (غوره تولیدات لرو؛ خو بازر نشته، سوداګر هم له بهر څخه توکي واردوي).

د نندارتون بله ګډونواله خدیجه له بامیان ولایت څخه وایي:  (دا ډول نندارتونه موږ ته ګټه نه رسوي؛ ځکه له خرڅلاو او ګټې څخه مو کرایه او لګښت ډېر وي)

په یاد نندارتو کې له سلو زیاتو سوداګرو ګډون کړی و چې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا د وزارت د سرپرست په خبره  داسې نندارتونونه د کاري وضعیت د ښه والي لپاره ګټور ګام ګڼل کېږي.

مجیب الرحمان کریمي د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت سرپرست وایی:  دا ډول نندارتونونه د لرې پرتو سیمو او کیلیوالوالي تولیداتو او تولیدونکو له پاره ډېر ګټور وي؛ ځکه چې د دوی تولیدات مرکز ته د بازارمندنې او له مشهورتیا سره مرسته کوي.

(نصیر احمد درانی  د کرنې او مالداري وزارت سرپرست وایي: دا ډول نندارتونونه د فقر د له منځه وړلو کې او تر ټولو ډېره ګټه یې میرمنې ته رسي)

د یادولو وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې هېواد کې یوسلو اووه ویشت نندارتونه پرانیستل شوي دي چې د ۱۳۳ زره کلیو لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو نندارې ته یې زمینه برابره کړې ده.

About Ariana News

Check Also

په افغانستان کې 63% کې ښځې تذکرې یا پیژند پاڼې نه لري

(Last Updated On: November 22, 2017 7:00 pm)ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې درې …