عاجل خبرونه

د پستې اتیا سلنه ونې تولید ته تیارې شوي

(Last Updated On: August 10, 2017 7:36 pm)

د سمنګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، د پستې اتیا سلنه ونې تولید ته تیارې شوي دي.

د سمنګان د کرنې ریاست د بشري سرچینو مدیر محمد آصف قاسمي وایي، سږ کال به د پستې حاصلاتو له درکه عواید دوه میلیون دالرو ته ورسیږي.

نوموړی زیاتوي، تېر کال څه باندې۱۷۰ ټنه  پسته ټوله شوې وه.

د هغه په وینا، په سمنګان کې د پستې د ونو دوه څلویښت زره هکتاره ځنګلونه لرو، چې حاصلات یې پاکستان، ترکیې، هند او نورو اروپایي هېوادونو ته صادریږي او ښه کیفیت لري.

About Ariana News

Check Also

د پکتيا ولايت امنيه قومندان توریالی عبدیاني په ډله ییز برید کې ووژل شو

(Last Updated On: October 17, 2017 7:49 pm) د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وایي، …