د صنعتکارانو پر نوم اخستل شوې ځمکه پر صنعتکارانوبېرته پلورل کیږي- ساپی

(Last Updated On: September 04, 2017 7:58 pm)

د صنعتکارانو ټولنه وايي،  د صنعت کار پر نوم له دولته ځمکه اخستل کیږي او بېرته  په تور بازار کې پر صنعت کارانو پلورل کیږي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپی وايي، د صنعتکار په نامه یو شمېر کړۍ له حکومته ځمکه اخلي او بیا یې په توربازار کې بېرته پر صنعتکار پلوري.

دا په  دا سې حال کې ده، چې په کابل کې د ۱۰۶۹ تولیدي فابریکو جوازونه اخستل شوي، چې ۴۸۰ فابریکی یې د کابل ښار  په بېلا بېلو برخو کې فعالیت لري او ۲۱۰ فابریکي په کرايي ځمکو کې خپل کارونه تر سره کوي.

د نوموړي په وینا؛ پانګوالو ته ځمکه نشته؛ خو خلکو په کې  چاردیوالي جوړه کړي، هوتل يي جوړ کړی، په کرایه یی ورکړی او مونږ، چي غواړو تولید وکړو ځمکه نشته راته.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د استونزه منې او زیاتوي، چې اوس د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره تدابیرنیول شوی او کار پرې روان دی.

مسافر قوقندي وایي؛ منو، چې په ځینو مواردو کې دا سې کسانو ځمکې ترلاسه کړې، چې پانګوال نه دي. دا کارو نه د ایسا د ادارې له خواشوي وه.

دوۍ د دې حالت د مخنیوي غوښته نه کوي او زیاتوي؛ که رښتینو صنعت کارانو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي افغانان به له ګاونډ هېوادو خپلې پانګې هېواد ته راولیږدوي.

خبریال اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

(Last Updated On: September 21, 2017 5:35 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي …