Home / لوبی / د افغان کرکت ملي لوبډلې په هند کې درېيمه شل اوریزه نړيواله لوبه هم وګټله

د افغان کرکت ملي لوبډلې په هند کې درېيمه شل اوریزه نړيواله لوبه هم وګټله

CRICKET

د افغان کرکت ملي لوبډلې تېره ورځ په هند کې له آيرلنډ څخه د کرکت درېيمه شل اوریزه نړيواله لوبه هم وګټله.

پچه ايرلنډ وګټله؛ خو افغانستان ته‌ يې د لوبې پيلولو بلنه ورکړه.

افغانستان په شل اورونو کې د اته لوبغاړیو په سوځېدو دوه سوه دريدېرش منډې وکړې.

دا په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان له‌خوا تر ټولو لوړهدف ګڼل کېږي.

ايرلند ونه‌توانیده، چې ورکړشوى هدف پوره کړي، په وروستي اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځیدل او دوه سوه پېنځه منډې یې وکړې.

د تېرې ورځې له بريا سره افغانستان خپلې تېرې یوولس شل آوره لوبې ګټلي، چې يو نړيوال ريکارډ يې ټينګ کړ.

محمد نبي د لوبو د دې لړۍ غوره توپ وهونکى او راشد خان ارمان غوره توپ اچوونکى وبلل شول.

About Ariana News

Check Also

vlcsnap-2017-03-25-18h17m49s40

د نجونو د باسکتبال ملي لوبډلې په قرغزستان کې اتلوالی ترلاسه کړه

د هېواد د نجونو بسکتبال ملی لوبډلې خپل نوی کال د قرغزستان په تورنمنت کي …