تازه خبرونه
د افغان سولې لپاره په اندونیزیا کې نړیواله غونډه جوړیږي
د اندونیزیا د عالمانو شورا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې لپاره به یوه غونډه جوړه کړي.
د اندونیزیا دیني عالمانو د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره په پلازمینه جاکارتا کې تر لیدو وروسته په ګډه اعلامیه کې دا ژمنه کړې ده.
دا ځل د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې په هکله د اندونیزیا د همکاریو ژمنه تر لاسه کړه.
د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس محمد کریم خلیلي په جاکارتا کې ویلي چې: “د افغانستان د ستونزې حل پوځي نه بلکې سیاسي دي. له بده مرغه د افغانستان ستونزو ته مذهبي او دیني رنګ ورکول کیږي. له همدې کبله د افغانستان د ستونزې په حل کې د نړۍ او په ځانګړې توګه د اندونیزیا دیني عالمان کولی شي، رغنده رول ولوبوي.”
د اندونیزیا عالمانو ویلي دي چې د دې غونډې له لارې به د سیمې او نړۍ د عالمانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه د یوې اجماع د رامنځته کېدو هڅه وکړي.
. د نظر خاوندان بیا وايي چې اسلامي نړۍ باید د سخت دریځۍ په خلاف یو موټی شي.
نظر محمد مطمین، سیاسي چارو کارپوه وویل: “دا ډول ناستې او خبرې اترې پایلې نري، د جنګ بل اړخ کې طالبان دي او د سولې بهیر کې د پایلي راولو لپاره د طالبانو سره باید په مستقیم ډول خبرې وشي.
ځينې نور بیا وايي چې د افغانستان په سوله کې اندونیزیا رول مهم ثابتیدلی شي ځکه چې د افغانستان جګړې ته دیني اړخ ورکول کیږي، نو باید اسلامي هیوادونه د سخت دریځۍ په خلاف سره یو موټی شي.
له بلې خوا داسې رپوټونه وو چې د طالبانو د استازو په ګډون په دوبۍ کې غونډه وشي، خو ویل کیږي چې د طالبانو استازو ته دوبۍ ویزه نه ورکړې، نو ځکه غونډه هم ونه شوه.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي