Connect with us

تازه خبرونه

د افغان پوځ روزنې او ملاتړ لپاره نورو امریکايي سرتېرو ته اړتیا ده- جنرال جوزف ووتل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-03-10-16h55m11s31

 په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي د متحده ایالتونو پارلمان ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره په افغانستان کې له دې ډېرو امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د جګړې فصل ته د ګوتو په شمېر شپې و ورځې پاتې دي او په ډېرو سیمو کې وار له مخه جګړه توده ساتل شوې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانې قومندان جنرال جوزف ووتل په ډاګه کړې، چې  مونږ له دفاع وزیر سره په خبرو اخته یو؛ زما په باور د افغانستان ماموریت نورو نړیوالو سرتېرو ته اړتیا لري. دا هر څه زمونږ د سلا مشورې او روزنې د غښتلي کولو لپاره مهم دي.

که څه هم نوموړي په ډاګه نه کړه، چې څومره نورو سرتېرو ته اړتیا ده؛ خو له دې مخکې په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندان ویلي وه، چې په افغانستان کې نورو زرګونه سرتېرو ته اړتیا ده. امریکايي پوځيان په دې باوردي، چې یوازې او یوازې د سرتېرو د شمېر زیاتول د افغانستان له ثبات سره مرسته نه شي کولی.

د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې بهرنیو زیان اړوونکیو ډلو د دغه هېواد وضعیت پېچلی کړی دی. د هغو ډلو ځواکمنتیا، چې په دې هېواد کې دننه او له پاکستان سره پولې ته نږدې فعالیت کوي او ترې د هغو ملاتړ اوس هم د ستونزې په توګه په مخ کې لرو او د اندېښنې وړ ده.

په افغانستان کې له وسلوالو سخت دریځو د پاکستان ملاتړ له پخوا راهیسې د امریکايي قومندانانو له خولو اوریدل کیږي؛ هغه څه، چې د دوی په وینا په افغانستان کې یې د امریکا لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د نوموړي په وینا؛ امریکا به پر پاکستان خپل دیپلوماتیک فشار وساتي، چې د سخت دریځو امن ځایونه ویجاړ او د افغانستان او پاکستان تر منځ په سیمو کې امنیت رامنځته شي.

امریکايي چارواکي په دې باور دي؛ نږدې شل سخت دریځي وسلوالې ډلې په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي، چې وسلوال طالبان دغو ډلو ته د زمینو په برابرلو کې مهم رول لوبوي.

خبریاله نذیره کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!