د افغانستان نهه ولایتونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي

(Last Updated On: August 13, 2017 7:36 pm)

د ملي دفاع وزارت سر پرست، چې نن یکشنبه(د زمري ۲۲) کندهار ته سفر کړی؛ په ډاګه کوي، چې د افغانستان نهه ولایتونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست داود شاه بهرامي زیاتوي، افغانستان له یوه حساس پړاو څخه د تېريدو په حال کي دى او د هېواد په ٢٣ ولايتونو کي جګړه روانه ده ، چي د هېواد امنيتي ځواکونه يې پر مهارولو بوخت دي او قرباني کيږي.

د هغه په وینا؛ د دې ټولي جګړې فشار امنيتي ځواکونه زغمي، چې خلکو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړي.

جنرال داوود شاه بهرامي څرګنده کړې؛ په هيواد کي د جګړو تر څنګ يوه لويه ستونزه فساد دى، چي د له منځه وړلو په لټه کې یې هڅې روانې دي.

د کندهار والي زلمى ويسا وايي، چي د نورو ولايتونو په پرتله کندهار يو له امن ولايتونو څخه دى؛ خو بيا هم په کي ځينې وختونه لويي پېښي رامنځته کيږي، چي ستونزه یې قول اردو ګانو ته واک نه ورکول دي.

د ملي دفاع وزير سره د ملي امنيت لوى ریيس معصوم ستانکزى هم ملتيا لرله، چي د کندهار په خاکريز او شاوليکوټ ولسواليو کي به ورستۍ خونړى پېښې، چي په زياته کچه په کې د ملي اردو سرتېروته مرګ و ژوبله واوښته وڅېړي . 

خبریال: بريالى رحيمي

About Ariana News

Check Also

د پکتيا ولايت امنيه قومندان توریالی عبدیاني په ډله ییز برید کې ووژل شو

(Last Updated On: October 17, 2017 7:03 pm) د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وایي، …