عاجل خبرونه

د افغانستان ۱۹کلنو کرکت ملي لوبډلې یوه ورځنۍ لوبه وگټله

(Last Updated On: July 17, 2017 3:22 pm)

د افغانستان ۱۹ک کرکت ملي لوبډلې  د آسیا نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره خپله لومړۍ سیالي د مالیزیا په وړاندې ترسره کړه.

د لوبې پچه افغان ۱۹ کلنو لوبډلې وگټله او ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

په دې لوبه کې ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پیاوړې او حیرانوونکې توپ اچونې سره سیالې لوبډلې ته د ۵ اورونو په اته ویکتو کې ستره ماته ورکړه.

مالیزیایۍ لوبډلې په ۲۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۵۳ منډې یې جوړې  او شپږ لوبغاړيو یې له منډې جوړولو پرته خپلې ویکتې له لاسه ورکړې.

About Ariana News

Check Also

د قوم پالنې په اړه به د چارو ادارې اړوند سند وڅېړل شي- دواخان مینه پال

(Last Updated On: September 19, 2017 5:26 pm) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ د قوم پالنې په …