تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره اعلانیږي
د ناتو عمومي منشي وایي، د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره په لنډو ورځو کې اعلانیږي.
افغانستان، چې په جګړه کې سوځي؛ په اړه یې یوه کړنه هم روښانه نه ده؛ امریکا اوس هم خپله تګلاره نه ده اعلان کړې. یو څه، چې ښکاره دي، د سرتېرو زیاتوالی دی.
د ناتو سرمنشي د افغانستان وضعیت ستونزمن بولي او وایي، په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډ هېوادونو رول ارزښتناک دی.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وایي، د روسیې او ناتو شورا په وروستۍ ناسته کې افغانستان د بحث یوه مساله وه.
هغه زیاتوي، اوس هم د دې هېواد وضعیت ستونزمن دی.
د نوموړي په وینا؛ د نن په غونډې کې مونږ د افغانستان پر ستونزمن وضعیت خبرې وکړې، چې یو باثبات افغانستان سیمې ته اړین دی. د ناتو او روسیې متحدین ګډې ګټې لري او باید، چې د ملي وحدت له حکومت ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر وایي، واشنګتن د افغانستان په وړاندې پر نوې تګلاره کار کوي او کار یې وروستی شوی دی.
ویل کیږي په دې تګلاره کې د پاکستان رول مهم بلل شوی دی.
د امریکا کانګرېس یوه لایحه تصویب کړې او له واشنګتن یې غوښتي، چې له پاکستان سره مرستې محدودې کړي؛ خو د ناتو سرمنشي د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې له بهیره ملاتړ مهم بولي.
ینس ستولتنبرگ په ډاګه کړې، چې مونږ له طالبانو سره د روسیې د تماسونو رپوتونه لیدلي؛ خو ثبوت مو نه دی لیدلی، چې دا ملاتړ تائید کړي.
روسیې په څرګنده ویلي، چې له طالبانو ملاتړ نه کوي.
د نننۍ ناستې تمرکز پر دې و، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وشي.
امریکایی چارواکو ویلي، چې راتلونکې اوونۍ د امریکا ولسمشر او د ملي امنیت ډله یې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تکلارې په تړاو د پاکستان او هند پر رول بحث کوي.
خبریال: فهیم نوري
تازه خبرونه
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بېسارې بېوزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.
هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.
زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاسوهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.
امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.
په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.
تازه خبرونه
اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.
حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوهیمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرلهپسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.
امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ5 days ago
د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري