Connect with us

تازه خبرونه

د جنبش او جمعیت یو شمېر غړیو په بلخ کې ناسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جنبش او جمعیت یو شمير  غړیو د هيواد په ځانګړي توګه د شمال روان وضعیت د څېړلو  لپاره په بلخ کې ناسته وکړه. په دی ناسته کې د هېواد  پر سیاسي او امنیتي وضعیت او  روان کړکیچ  د دواړو حزبونو د منسجم کولو لپاره بحث او خبری وکړې.

د جمعیت او جنبش حزبونو غړیو خپله لومړي ناسته په بلخ کي ترسره کړه ویل کیږی چي داناسته د دواړو حزبونو د منسجم کولولپاره ترسره شوي او دهیواد روان کړ کیچ ،امنتي تهدیدونو او سیاسی وضعیت په اړه خبری شوي .

د بلخ  والي ویاند منیر فرهاد وایي، دواړو خواوو د هېواد د شمال پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او ډاډ څرګند شو، چې روان حالت باید ښه شي.  

ویل کیږي، چي د هېواد له  روان وضعیت څخه د وتو او په دی برخه کې د حللارو د  لټولو په موخه به د دواړو حزبونو ناستې روانې وي .

د جنبش حزب ویاند بشیر احمد تهینج هم په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې پر امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او وایي، چې دواړه ګوندونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د ژغورنې په اړه د ډاډ وړ پرېکړې ولري.   

اوس  پوښتنه داده،  چي آیا د دغو دواړو حزبونو ناسته د هېواد امنتي او سیاسي وضعیت د ښه کیدو لپاره ګټوره  تمامدیدی شي؟

د پوهنتون استاد احمد جمشید فردی  ټنګار کوي، چي جګړه د حل لاره نده او د حزبونو یوالی کولی شي، چي د کورنیو او بهرنیو تهدیدونو په کمولو کېګټور شي .

کاربوه عبدالرب جاهدوایي، باید په دي ناستو کې شخصي ګټې په پام کي ونه نیول شي.

د جنبش او جمعیت حزبونو ناسته د هېواد امنتي او سیاسي وضعیت د  ښه کیدو په موخه ترسره شوې؛ خو دا، چې دا ناسته څومره کولی شي په هېواد کي د  ثبات سبب ش؛ وخت به یې وښيي .

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!