د افغانستان کرکت بورد ځان بسیاینه غواړي-عاطف

(Last Updated On: February 24, 2017 7:27 pm)

vlcsnap-2017-02-24-19h24m10s169

د کرکت بورد مسوولین وایي، چې تر دوه زره نولسم میلادي کاله به د افغانستان کرکت بورد ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د کرکت بورد رییس شکرالله عاطف ‌آریانا نیوز ته ویلي، چې دې ادارې مخکې ډېر لګښت درلود او حیثیت یې هم تر پوښتنې لاندې راغلی و.

 هغه زیاتوي، چې وروسته له دې به هیڅ بهرني وګړي ته په کرکت بورد کې د کار د تر سره کولو اجازه ورنکړ شي.

شکرالله عاطف شاوخوا دوه میاشتې کیږي، چې د کرکت بورد مسوولیت ور په غاړې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکت بورد په اداري برخه کې مخکې بهرنیانو کار کاوه؛ خو ښاغلی عاطف وایي، چې له دې وروسته به په کرکت بورډ کې یوازې افغانان ټاکل کیږي.

تمه ده چې په دې ټاکنې سره به کرکټ بورډ کې بدلونونه راشي.

About Ariana News

Check Also

شاهین آسمايي فوتبال لوبډلې د غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

(Last Updated On: October 28, 2017 12:06 pm) د افغانستان د فوتبال د غوره لیګ …