عاجل خبرونه

د داعش رهبر البغدادي کیدی شي روسانو وژلی وي

د روسیې دفاع وزارت د څېړنو په حال کې دی، چې کیدی شي د اسلامي دولت یا داعش رهبر البغدادي د دوی لخوا د سوریې په کوم هوایي برید کې وژل شوی وي که نه؟

مسکو په ډاګه کړې، چې کیدی شي ابوبکر البغدادي د دوی لخوا د می د ۲۸ په یو هوایي برید کې وژل شوی وي.

دغه هوایي برید د سوریې د شمال په رقه ښار کې د داعش پر پوځي شورا شوی و.

دا په داسې حال کې ده ، چې له دې مخکې هم ځو ځله د البغدادي د مرګ خبر خپور شوی دی.

تر ډېر وخته د بغدادي د اوسیدو ځای چاته څرګند نه و؛ خو کله، چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو په موخه هځې پیل کړې؛ داسې وانګیرل شوه، چې البغدادي به په همدې ښار کې اوسیده.

About Ariana News

Check Also

بیجنګ د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

ولسمشر ماڼۍ وایي، د چین د بهرنیو چارو وزیر افغان چارواکو ته ویلي، چې هېواد …