Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار كې ځانمرګي بريد ۳۷ تنه ووژل او يوسل پنځه نورټپيان شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-18-18h46m15s52

نن په ننګرهار کې په خونړي ځانمرګي بريد کې ۳۷ تنه ووژل او يوسل پنځه نورټپيان شول.

دا بريد نن سهار په جلال آباد ښار كې د نوي كابلبانك مخې ته وشو.

چارواكي وايي د پيښې ډير قربانيان ملكي وګړي دي.

پردې سربيره په ننګرهار كې دوې نورې چاودنې هم وشوې او د دوو نورو مخه ونيول شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني دا بريدونه غندلي دي.

 vlcsnap-2015-04-18-18h46m24s141vlcsnap-2015-04-18-18h46m43s56

د ننګرهار د عامې روغتيا رييسډاکترنجیب کاموال وايي چې په ټولو روغتونو كې يې بيړنى حالت اعلام كړى او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازك دى.

تر ځانمرګي بريد وروسته په جلال آباد ښار كې يوه بله چاودنه د مستوفيت څلور لارې ته نيژدې په يوه زيارت كې وشوه چې د سيمې خلك وايي يو تن يې وواژه او دوه نور يې ټپيان كړل؛ خو امنيتي چارواكي وايي مرګ ژوبله يې نه درلوده.

vlcsnap-2015-04-18-18h46m36s249

په همدې وخت کې دننګرهارولایت مطبوعاتي مسولحمدضیاعبدالزی مني چې یوې بلې چاودنې چې د كونړ- جلال آباد په لاره په بهسودو ولسوالې كې وشوه يو تن وواژه.

vlcsnap-2015-04-18-17h51m19s108

امنيتي چارواكي وايي چې امنيتي ځواكونو په همدې ورځ د جلال آباد په دوو جلا سيمو كې د دوو چاودنو مخه نيولې ده.

دوى وايي دا بريدونه د دې لامل شول چې په دغه ولايت كې لومړى درجه احضارات اعلام شي.

vlcsnap-2015-04-18-18h46m43s56

كه څه هم وسله والو طالبانو په دې پيښه كې لاس لرل رد كړي ، خود كورنيو چارو وزارت يې د وسله والو طالبانو كار ګڼى.

خو شاهد الله شاهد چې ځان داسلامی دولت دخراسان ولایت ویاند ګڼي پر نوي کابل بانګ او ډولکي بابا زیات د بریدونو مسولیت پرغاړه اخستي دى.

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!