Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر د جلريز ولسوالۍ د وروستۍ پېښې څېړلو ته پلاوى ټاکلى

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

w

ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردگولايت د جلريز ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه پلاوى ټاکلى دى.

 تېره پنجشنبه وسلوالو مخالفينو د ميدان وردگو په جلریز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ، يو شمېر پوستې يې ونيوې او د چارواکيو په وينا له شل ډېر سيمه ييز پوليس يې ووژل.

 چارواکي وايي، چې يادې پوستې يې بېرته نيولي دي.

 د  ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې  ولسمشر محمد اشرف غني  يو پلاوي ټاکلی، چې د دغې پېښې عوامل او انگیزه په هر اړخيز ډول وڅېړي.

 سرچينه زياتوي، دغه پلاوی به د ولسمشر په حکم د ژورې څېړنې په موخه  جلريز ته ولاړ شي.

 ولسمشر پلاوي ته امر کړى، چې د وردگو د والي، ولايتي شورا، ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جلریز ولسوالۍ امنيتي حالت وڅېړي، اوښتې مرگ و ژوبله او زيانونه معلوم او په اړه يې ولسمشرۍ مانۍ ته راپور ورکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!