عاجل خبرونه
Home / تازه خبرونه / په کابل کې د ځمکني ترانسپورت پراخ تمځی جوړ شوی

په کابل کې د ځمکني ترانسپورت پراخ تمځی جوړ شوی

vlcsnap-2017-01-06-15h51m49s58

د کابل ښار د لویدیځ  په کمپنۍ سیمه کې خصوصي سکتور د نهه میلیون دالرو پر ارزښت د ځمکني ترانسپورت یو ترمینل جوړ کړی؛ خو پانګوال وایي، چې د ترانسپورت وزارت لخوا ورته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.

د پانګوالو په وینا؛ ترمینل  ته دېرش جریبه ځمکه ځانګړې شوې او په کې لس هوتلونه، معیاري تمځایونه او د اتیا مسافروړونکیو موترو لپاره بېلابېل تمځایونه جوړ شوي دي.

سوداګر عبدالقادر پوپل وایي، حیران یم دومره پیسي مې بندې شوې؛ اوس مې څوک غږ نه اوري. ولسمشر او او اجرائیه رییس خلکو ته وايي، چې د لته پانګونه وکړئ. اوس مو، چې پانګونه کړي  وزارت راته بی موجبه ستونزي جوړوي او غږ مو چاته نه رسیږي. چاره راڅخه ورکه ده.

د ترانسپورت  وزارت چارواکو په ډاګه کړې، چې د دغه ترمینل په جوړولو کې له دوي سره مشوره نه ده شوې او پخپل سر جوړشوی.

د دویپه وینا؛ خصوصی سکتور باید له دغه وزارت سره په ګډه پانګونه وکړي.

د ترانسپورت وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وایي؛ مونږ له خصوصی سکتور څخه غواړو، چې د ترانسپورت په برخه کې پانګو نه وکړي، خو هغو کسانو، چې په خپل سره پانګونه کړې له هغو سره زمونږ کار نشته. باید پانګونه زمونږ تر څارنې لاندې تر سره شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کار پو هان وايي، په ترانسپورت وزارت کې دا ظرفیت نشته، چې  د ښاري ترانسپورت د اصلاح په برخه کې پخپله فعالیتونه تر سره کړي؛ نو باید خصوصی سکتور وهڅوي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او د  هغوی د کارو نو په وړاندې  دې ستونزې نه جوړوي.

خبریال : اسلم حجاب

About Written by: ariananews.af

Check Also

vlcsnap-2017-01-19-12h24m58s206

اوباما اشرف غني او عبدالله ته د ملي وحدت حکومت د دوام ډاډ څرګند کړی

د امریکا ولسمشر باراک اوباما، چې د مرغومي دېرشمه یا د جنورۍ ۱۹ یې د …