عاجل خبرونه

نړۍ

امریکا د پاکستان پرحزب المجاهدین بندیزونه ولګول

امریکا په پاکستان کې کشمیرۍ توندلارې ډله حزب المجاهدین بهرنۍ ترهګره ډله وبلله او بندیزونه یې پر ولګول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو څرګنده کړې، چې امریکا حزب المجاهدین د بهرنۍ ترهګره ډله نومولې؛ امریکايي ولس او نړیوالې ټولنې ته دا وايي، چې دا ډله ترهګره …

نور... »

د افغانستان د جګړې خصوصي کول یو غوراوی دی

د امریکا دفاع وزیر وایي، د افغانستان د جګړې خصوصي کول یو غوراوی دی؛ خو تر څنګ یې د ځواکونو پر ډېروالي او ویستلو هم بحث روان دی. نږدې اته میاشتې کیږي، چې دونالد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې؛ خو اوس هم نوموړي د افغانستان …

نور... »

امریکا پر افغان ځواکونو څه باندې ۷۶ میلیارد دالر لګولي

د امریکا د دولت د محاسبې دفتر په تازه رپوت کې  ویل شوي، چې د امریکا دفاع وزارت په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغان ځواکونو پر وسلو او تجهیزاتو څه باندې شپږ اویا میلیارد دالر لګولي دي. د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو رپوټ ورکړی، د افغانستان ثبات …

نور... »

واشنګتن په افغانستان کې خپله ناکامي روانه ساتي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن د واشنګتن پست په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې؛ د امریکا تګلاره، چې موخه یې له طالبانو، القاعده او داعش ډلو سره د مقابلې لپاره د افغان ځواکونو روزنه  او له هغې وروسته د ځواکونو وتل ول، له شپاړس کلونو …

نور... »

پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي- مک ماستر

د امریکا د ولمسشرۍ سلاکار مک ماستر وايي، چې ترمپ نور هغو هېوادونو ته زغم نه کوي، چې د ترهګرو ملا تړي دي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مک ماستر یوې امریکایي رسنۍ ته په ډاګه کړې، چې ولسمشر دونالد ترمپ په دې طمع دی، چې پاکستان بايد له …

نور... »

افغان او پاکستانیو جنرالانو پر سرحدي او امنیتي حالاتو خبرې کړي

د پاکستان د پوځ خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې په پېښور کې افغان او پاکستانيو پوځي جنرالانو د پښتونخوا له قول اردو لیدنه کړې او د دواړو لوریو لخوا د تروریزم پر ضد پر مبارزه او سرحدي امنیت خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان د ملي دفاع …

نور... »

د افغانستان روان جنګ ترمپ په غصه کړی

ترمپ له امریکایي جنرالانو سره په ناسته کې د افغانستان روان وضعیت په غصه کړی او پخپلو پوځي سلاکارانو یې نیوکه کړې، چې د افغانستان جګړه یې د بایللو په حال کې ده. هغه په سپینه ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا له امریکایی جنرالانو سره توندې خبرې کړي …

نور... »

پاکستان اوافغانستان پر سرحدي او امنیتي مسایلو ټينگار کړی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید باجوه او د افغانستان لوی سفیر داکتر عمر زاخېلوال د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د کرښې په شاوخوا کې یې د وسلوالو د ځپلو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي. زاخېلوال په خپل تویتر کې د کابل او اسلام آباد د …

نور... »

د افغانستان په اړه دې ګټونکې پالیسي ژر اعلان شي

جان مکین غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره دې ګټونکې ستراتیژي ژر تر ژره اعلان شي.  د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دونالد ترمپ له ولسمشرۍ شپږ میاشتې په تېریدو دي؛ خو اوس یې هم د افغانستان په اړه خپله گټونکې پالیسې نده اعلان کړې. د وسلوالو خدماتو د …

نور... »

د امریکایي ځواکونو له وتو سره به افغان حکومت راوپرځیږي

د امریکا دفاع وزارت سلاکار وايي، که امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي؛ د ملي وحدت حکومت به په څو اوونیو کې راوپرځیږي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له شپاړس کلن حضور سره سره لویدیځ چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د امریکایي سرتېرو له …

نور... »

شهبازشريف د نوازشریف ځایناستی شوی؛ خو خاقان به لنډ مهاله لومړی وزیر وي

د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له ګوښه کیدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند پرېکړه کړې، چې د نواز شريف کشر ورور شهباز شريف به د لومړی وزير ځایناستی و؛ خو د پاکستان له قانون سره سم نوموړی تر هغو نشي کولی د لومړي وزير په توګه …

نور... »

ترهګرو په افغانستان کې بې ثباتۍ رامنځته کړې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر وایي، ترهګر امن پټنځایونه لري او د افغانستان د بې ثباتي عامل شوي دي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې غړیو هېوادونو د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په تړاو د ملګرو ملتونو پر نوې تګلارې بحث وکړ. د افغانستان استازي …

نور... »

فساد او قومي اختلافونه حکومت کمروزی کوی

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د سیاست والو لخوا قومي اختلافونو ته لمن وهل د یاغیانو د تحرکاتو په پرتله خونړی او خطرناک کار بولي. د بشر حقونو څارونکی سازمان د متخاصمو سیاستوالو لخوا قومي اختلافونو ته لمن وهل د وسلوالو یاغیانو له ګواښونو خطرناک …

نور... »

د افغانستان لپاره مصنوعي مهال وېشونه کار نه ورکوي

د امریکا لوی درستیز وايي، چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره د امریکا اوږد مهالي حضور ته اړتیا ده او جعلي مهالوېشونه کار نه ورکوي. په افغانستان کې د جګړو اور د هرې ورځې په تېریدو پراخیږي او د امریکا لوی درستیز جوزف دانفورد وايي، چې د …

نور... »

د افغانستان په تړاو د امریکا د تګلارې وروستي کیدل ستونزمن کار دی

د امریکا دفاع وزیر وایي، د افغانستان په تړاو د امریکا د تګلارې وروستي کیدل ستونزمن کار دی او وخت ته اړتیا لري. د هرې ورځې په تېرېدو د افغانستان په تړاو د امریکا تګلارې ته بې صبري مخ په زیاتیدو ده؛ خو اوس باید د امریکا کانګریس ته سپارل …

نور... »

په خيبر ايجنسۍ کې داعش ضد عمليات پيل شول

 د پاکستان پوځ د دوشنبې پرسهار د خیبر ايجنسۍ په قبايلي سیمه کې د داعش پر ضد خیبر څلور نومي عمليات پيل کړل. د پاکستان رسنیو د جنرال غفور له خولې لیکلي، چې د خیبر ايجنسۍ په راجگال سیمه کې د داعش وسلوالو پر ضد عمليات پيليږي او له افغان …

نور... »

د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره اعلانیږي

د ناتو عمومي منشي وایي، د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره په لنډو ورځو کې اعلانیږي. افغانستان، چې په جګړه کې سوځي؛ په اړه یې یوه کړنه هم روښانه نه ده؛ امریکا اوس هم خپله تګلاره نه ده اعلان کړې. یو څه، چې ښکاره دي، د سرتېرو زیاتوالی دی. د …

نور... »

سپینه ماڼۍ دې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي روښانه کړي

د امریکا مشرانو جرګې پر سپینه ماڼۍ غږ کړی، چې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي روښانه کړي. د افغانستان په اړه د امریکا ناروښانه دریځ د دغه هېواد د مشرانو جرګې د پوځي جرګه ګۍ د ريیس د صبر کاسه ډکه کړې ده. جان مک کین یو ځل بیا …

نور... »

قطر او امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې جګړې تړون لاسلیک کړ

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزير قطر ته په خپل سفر کې نه یوازې د دغه هېواد هڅې د ترهګرۍ په وړاندې وستایلې، بلکې له خپل سیال سره یې د ترهګرو په وړاندې د ګډې جګړې تړون هم لاسلیک کړ او قطر یې تر څنګ د ترهگرو د مالي …

نور... »

د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژنه منل شوې

د سوريې د بشري حقونو څارونکیو رویترز خبري آژانس ته ویلي؛ هغه معلومات تائید شوي، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی. یوه میاشت مخکې د روسيې دفاع وزیر ادعا کړې وه، چې ښايي د داعش مشر د سوريې په اړوند رقه ښار کې د روسي ځواکونو په …

نور... »