عاجل خبرونه

تکنالوزی

د انترنتي خدمتونو د خوندیتوب قانون مسوده عدليې وزارت ته وسپارل شوه

 د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې د سایبر یا انترنتي خدمتونو د خوندیتوب قانون مسوده عدليې وزارت ته سپارل شوې ده. په افغانستان کې انترنتي خدمتونه مخ پر غوړیدو دي؛ خو د تنظیم او د معلوماتو او اصلاعاتو د خوندیتوب لپاره قانون نشته. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ …

نور... »

د خوست په میخانیکي انستیتوت کې اتومات بستر کټ جو شو

د خوست میخانیکي انسټیټیوټ دوه زدکوونکیو یو داسې بسترکټ جوړ کړی، چې د ناروغ لپاره ټولې اړینې چارې په اتومات ډول ترسره کوي. زده کوونکي وایي، که ناروغ غواړي په کټ کې کښیني، یا لاسونه پریمنځي او یا ډوډۍ ته میز برابر کړي؛ نو دا ټول د یوې بټنې پر …

نور... »

ټولګټو وزارت د نوي کاري پروګرام له پیل خبر ورکړ

ټولګټو وزارت د دې وزارت د کړنو په تړاو د خلکو د خبرولو لپاره د یوه نوي پروګرام له پیل خبر ورکړ. د ټولګټو وزیر وایي، دغه پروګرام په یوه ځانګړي انترنتي سایت کې خپریږي، چې د وزارت کارکوونکي او مرستندوی سازمانونه کولی شي په کلیو کې د دې وزارت …

نور... »

د ګرځند له لګښت کارتونو څخه د مالیې راټولولو نوې کړنلاره جوړه شوې- احمد شاه سادات

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې د ګرځند لګښت کارتونو د لس په سلو کې مالیې راټولولو لپاره نوی کړنلاره جوړه شوې ده. له هغې وروسته، چې د ګرځند لګښت کارتونو له درکه د لس سلنه مالیې په رټولولو کې د درغلیو رپوتونه خپاره شول؛ د دغه وزارت …

نور... »

د مخابراتو وزیر د خپلې دندې ځنډول د قانون خلاف کار ګڼي

حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده ځنډولې او په دې وزارت کې یې د فساد د تورونو څېړلو ته پلاوی ګمارلی؛ خو د مخابراتو وزیر وایي، په دې اړه ده ته هیڅ سند نه دی رسیدلی او دی برحال وزیر دی. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د …

نور... »

د تلې ۱۸ د پوست نړيواله ورځ ده

د تلې اتلسمه،  چې د اکتوبر له نهمې تیټې سره سمون خوري د پوست نړيواله ورځ ده . پوستي تكتونه هم د مخابراتي خدمتونو يوه برخه ده. كه څه هم، چې اوسمهال په نړی كې پوستي چټك خدمتونه د انترنت او ديجيتل تيلیفونونو په وسيله تر سره كيږي. د مخابراتو …

نور... »

پښتو د گوگل ۱۰۳ ژبه شوه

د گوگل انترنیتي سایټ، چې د نړۍ په گڼو ژبو کي د وړیا ژباړې خدمتونه وړاندې کوي؛ پښتو ژبه یې د خپلو ژبو په کتار کې ورزیاته کړه. د گوگل ژباړن برخه ښیي؛ پښتو د گوگل د ۱۰۲ژبو پر کتار ورزیاته او۱۰۳ژبه شوه، چې گوگل یې انگلیسي ته او له …

نور... »

د افغانستان پوهنتونونه له لیرې څخه د زدکړې پر سیستم مجهز شول

د لومړي ځل له پاره د افغانستان پوهنتونونه له لیرې څخه د زدکړو په سیستم مجهز شول. د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین وایي، له دې سیستم څخه په گټه پورته کولود هېواد علمي مرکزونه کولی شي د نړۍ له معتبرو علمي بنسټونو سره وصل شي. ځینې حکومتي مسوولین …

نور... »

افغان بیسیم په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له اپل کمپنۍ سره د یو هوکړې لیک له مخې د دوشنبې په ورځ(د لیندۍ۳۰) په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ. د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، افغان بیسیم په افغانستان کې د آپل کمپنۍ لومړنی پلورونکی …

نور... »

د خوست میخانیکی انستیتیوت زدکوونکي امنیتي دروازه جوړه کړه

د خوست میخانیکی انستیتیوت د برق برخې زدکوونکى فیض الله داسې دروازه جوړه کړي، چې د چاودنې او مرمۍ له غږ سره په اتوماتیکه توگه بنديږي. فيض الله وایي، دا دروازه د ودانيو ، دفترونو، بانکونو او نور ځانگړیو ځايونو د امنيتي خونديتوب له پاره جوړه شوې ده. نوموړى زیاتوي، …

نور... »

افغان بېسيم مخابراتي شركت د بانكي خدمتونو جواز تر لاسه كړ

د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري وايي، افغان بيسيم مخابراتي شركت د ماى مني په نوم د بانكي حساب پيلولو جواز په رسمي توگه تر لاسه كړ. د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت مرستيال بريالى حسام وايي، د دغه سيستم له لارې مشتريان كولى شي، چې پيسې په گرځند وليږدوي …

نور... »

افغانستان د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو

افغانستان په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د خپلې سپوږمکۍ خاوند شو او د افغان سټ ۱ سپوږمکۍ د شنبې په ورځ ( د غویي ۲۰ ) په رسمي ډول په فعاليت پېل وکړ. د افغانستان د مخابراتو وزیر اميرزی سنګين وايي: د دغې سپوږمکۍ پر مټ به …

نور... »

د اداري اصلاحاتو كميسيون له څو وزارتونو سره كاري هوكړه ليك لاسليك كړ

په يو شمېر وزارتونو كې د اداري چارو د پېچلتيا د مخنيوي او د چارو د آسانتيا په موخه د اداري اصلاحاتو كميسيون له څو وزارتونو سره هوكړه ليك لاسليك كړ. د عامې روغتيا، مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ او كار او ټولنيزو چارو وزارت د سمون په دغه پروگرام كې …

نور... »

په كابل كې د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو ۳ ورځنى نړيوال كنفرانس پيل شوى

په دې كنفرانس كې، چې د يونسكو په همكارۍ  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت له خوا جوړشوى؛  د يو شمېرهېوادونو د ټيكنالوژۍ او مخابراتو وزارتونو استازيو په كې گډون كړى. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت سرپرست اميرزي سنگين او د يونسكو استازي د پرانستو …

نور... »

په افغانستان كې افغان بېسيم او آريانا راډيو- ټلويزيون د څوك غواړي ميليونر شي او څوك غواړي د افغان بېسيم د اس ايم اس سيالۍ ميليونر وپېژندل شي، په زړه پورې ماښامنۍ لوبه رامنځته كړې

افغانستان- كابل : په افغانستان كې افغان بېسيم د مخابراتي سيستم او آريانا راډيو- ټلويزيون د سترټلويزيوني منځي په پاللو او رامنځته كولو كې مخكښه هڅه تر سره كړې، چې د ميليونر زړه راكښونكې ماښامنۍ لوبه يې؛ څوك غواړي ميليونر شي او څوك غواړي د افغان بيسيم د اس ايم …

نور... »

په كندهار كې ناقانونه مخابراتي دستگاه كشف و تر لاسه شوه

د کندهارامنيتي ځواکونو او مخابراتو رياست پرگډو هڅو د سيم بکس يوه دستگاه، چې په غير قانوني توگه يې فعاليت کاوه کشف او ترلاسه شوې. د مخابراتو رياست چارواکی وايي: دا دستگاه کولی شي بهرنۍ شمېرې کورنيو شمېروته واړوي او په دې توگه په هېواد کې دننه د ټولو فعاله …

نور... »

د پيسو د ليږد گرځند سيستم به پكار پيل وكړي

د مخابراتو وزارت به د امريكا نړيوالې پراختيا يي ادارې په مرسته د پېنځه ميليون ډالرو په ارزښت د  څلورمخابراتي شبكو له لارې د پيسو د ليږد  سيتم فعال  كړي. د مخابراتو وزير وويل، چې: د دغه سيتم له لارې به د ښوونكيو او نور دولتي كاركوونكيو معاشونه پرته له …

نور... »