عاجل خبرونه

ننگرهار @ps

د ننګرهار په هسکه مېنه کې د فاتحې مراسم بمبارد شوي

 د ننګر هار ولایت د اړوند سیمې خلکو ویلي، چې نړیوالوځواکونو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د فاتحې مراسم بمبارد کړي، چې په کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او اته ټپیان دي. دوی په ډاګه کړې، چې د امریکا جنګي الوتکو د یکشنبې پر ورځ(د زمري لومړۍ) …

نور... »

په ننګرهار کي د ملي امنیت یو کارکوونکي وژل شوی

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، نن سهار اته بجې د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سیمه کی وسلوالو د ملي امنیت پر کارکوونکي ډزې کړې دي. هغه زیاتوي د ملي امنیت دا کارکوونکی په ټپي حالت کې یو برید ګر هم وژلی او وروسته ده هم …

نور... »

په ننګرهار کې د داعش ۱۴غړي وژل شوي

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې د افغان ځواکونو پر هوايي او توپچي بریدونو د داعش څوارلس غړي وژل شوي دي. د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په وژل شویو کې بهرني وګړي شته او د وژل شویو جنګیاليو وسلې افغان هم ځواکونو …

نور... »

د ننګرهار ولایتي شورا ځینې غړي په میاشتوـ میاشتو شورا ته نه حاضریږي

د ننګرهار ولایتي شورا دمګړۍ ۱۵ نرینه او درې ښځینه فعال غړي لري؛ خو په اتلس وکیلانو کې ډېرکله د شورا انګړ تش وي. نن لسګونه کسان د غصب په غبرګون کې ولایتي شورا ته د احتجاج په ډول راغلي؛ دلته یې کړۍ ورځ وکیلانو ته په انتظار کې تېره …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په جلال آباد ښار کې هارون نومی مدني فعال وژلی

ناڅرګندو موتر سایکل سپرو وسلوالو د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په زړه کې هارون نومی مدني فعال پر ډزو وژلی دی. وژل شوی هارون د ملي یوالی ټولنې غړی او د ښیوې ولسوالۍ د ځوانانو د څانګې مسوول و. عیني شاهد ذاکرالله په ډاګه کړې، چې پېښه د …

نور... »

د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې ماین چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

د ننګرهار د ښیوې یا کوز کونړ ولسوالۍ د سیدجمال الدین لیسې ته څیرمه په ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د ښیوې ولسوال سیدعاشق الله سادات وايي، چاودنه د یوه ځايي قومي مشر ملک عبدالروف پر موتر د نښلول شوي مقناطیسي ماین له …

نور... »

په ننګرهار کې د داعش په وړاندې قومي تړه شوې

د ننګرهار د خوږیاڼيو ولسوالیو اوسیدونکیو د داعش پر ضد قومي پرېکړه کړې او زرګونه ځوانان یې داعش سره جګړې ته  تیار کړي؛ خو په دې شرط، چې حکومت یې لیکې بمبارد نه کړي. د قوم  تړون مشر فضل کریم  وایي، په ننګرهار کې د حکومت د یوې وسلوالې مخالیفې …

نور... »

افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي

افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په تورلرگي سیمه کې عملیات کړي. د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي، د عملیاتو پرمهال په سیمه کې له یوه کور څخه پر امنیتي ځواکونو برید شوی، چې په ځوابیه برید کې پېنځه شکمن کسان وژل شوي او پېنځه …

نور... »

د پاکستان قونسلګرۍ دوه دیپلوماتان تورخم ته پر لار ورک شوي

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرې دوه کارکوونکي د تورخم ـ جلال آباد په لار ورک شوي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه موضوع یې افغان چارواکو سره شریکه کړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوي؛ پاکستان د …

نور... »

توره بوړه د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغله

د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، کمانډو ځواکونه او د کورنیو چارو وزارت ځانګړي قطعات اوس د تورې بوړې په لمنو کې شتون لري او دغه سیمه یې نیولې ده. څو ورځې مخکې داعش ډلې دغه ستراتیژیکه سیمه نیولې وه؛ خو اوس ملي دفاع وزارت وایي؛ افغان ځواکونه توانیدلي، چې …

نور... »

په تورخم کې هره ورځ ۲۰ میلیون افغانۍ فساد کیږي

ولسي استازي وايي، چې د ننګرهار ولایت په  تورخم کې هره ورځ و شپه شل میلیون افغانۍ فساد کیږي. د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی وايي، چې  په تورخم کې هره ورځ د حکومتي ادارو مسوولین شل میلیون افغانۍ فساد کوي او برخه یې ان تر پلازمېنې کابل …

نور... »

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۴ کسه وژل شوي او یو ټپي دی

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د اړوند سیمې د یو سیمه ییز قومندان او د جلال آباد ښاروالۍ د یو قراردادي تر منځ په وسلواله نښته کې څلور کسه وژل شوي او یو ټپي دی. د خوږیاڼو ولسوال وایي، نن سهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې په بازار کې …

نور... »

داعش د تورې بوړې له نیولو وروسته هڅه کوي ولسوالي ونیسي

د داعش جنګیالي د تورې بوړې له نیولو وروسته هڅه کوي د خوږياڼو ولسوالي ونیسي؛ خو د ځايي اوسیدونکیو له مقاومت سره مخ دي. په شینواروکې د ګڼو سیمو له نیولو وروسته داعش هڅه کوي د خوږیاڼو درې ولسوالۍ تر ولکې لاندې راولي. دې هدف ته د رسیدو لپاره لومړی …

نور... »

په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان ماین چاودنه شوې

تېره شپه يوه بجه د ننګرهار ولایت د غني خېلو په کاميزای سيمه کې د بهرنیو ځواکونو پر زغره وال ټانک چاودنه رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تائید کړې او وایي، چې په پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته د رامنځته شویو ځاني تلفاتو په اړه …

نور... »

ملي امنیت د طالبانو له منګولو د یوزدکړیال له ژغورلو خبر ورکوي

د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ د یو خصوصي پوهنتون زدکړیال(محصل) خیرالله د زمرک زوی، څه موده وړاندې د کابل- جلال آباد له لویې لارې تښتول شوی و؛ د ملي امنیت لوی ریاست د کارکوونکیو لخوا د ننګرهار ولایت په ښیوه ولسوالۍ کې د …

نور... »

د امریکا دفاع وزارت په ننګرهار کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله

د امریکا د دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله او په ډاګه شوې؛ یوه افغان سرتېري پر امریکایانو ډزې وکړې، چې په کې ۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او یو بل یې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د پېښې څېړنه روانه ده، …

نور... »

بیات بنیاد په لغمان کې له سلګونه بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

بیات بنیاد په هره روژه کې له اړمنو سره مرستې کوي، چې دا ځل یې د لغمان له هغو سلګونو کورنیو سره د بېلابېلو خوراکي توکیو مرسته وکړه، چې د ناامنیو له امله د تن په جامو کې له خپلو کورنو بې ځایه شوي. د مرستو د وېش پرمهال د …

نور... »

د ننګرهار د سپين جومات د کار ۴۳ میلیون افغانۍ غلا شوي

په جلال آباد کې د شاهي ماڼۍ تر څنګ د سپين جومات د جوړولو په چارو کې دريڅلوېښت میلیون افغانۍ ورکې او د جومات د جوړلو قرارداد د بډو په بدل کې د اووه میلیونو دالرو پرځای په  دولس میلیون شوی. په جلال آباد کې د سپين جومات د جوړلو …

نور... »

د ننګرهار د هوايي ډګر پر ساتوونکیو ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار والي ویاند وايي، په د دغه ولایت د  هوايي ډګر پر ساتوونکیو ځانمرګی برید شوی، چې په کې یو افغان سرتېری او برید ګر وژل شوي او دوه افغان سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان دي. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ځانمرګي برید ګر خپل کورلا …

نور... »

د لغمان ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې نن ماسپښين دوه بجې له مرکز مهترلام څخه الیشنګ ولسوالۍ ته په لاره له سپرلیو ډک سوپر موتر له مسیر اوښتې او د چپه کیدو په پېښه کې يې ۱۲ تنه هېواد وال شهیدان او ۱۴ نور ټپيان دي. ویل …

نور... »