عاجل خبرونه

کندهار @ps

له کوزې پښتونخوا راغلی د سولې کاروان اوږد مهاله اوربند غواړي

له کوزې پښتونخوا راغلی د سولې کاروان غړي او د دې ولایت اوسیدونکي د پکتیا په پلازمېنه ګردیز کې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل؛ په لوی اختر کې دې له درې ورځو زیات اوربند وکړي، چې د سولې خبرو اترو ته زمينه برابره شي. دوی وايي، افغانان له جنګ …

نور... »

د کابل- غزني لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

که څه وسلوالو طالبانو د لارو په اوږدو کې کمینونه نیولي؛ خو بیا هم د غزني ښار ځيني اوسیدونکي توانیدلي، چې خپل ټپیان او د مړو جسدونه کابل ته راولیږدوي. د کابل غزني لویه لار، چې د میدان وردګ په اړوند سیمو کې تړل شوې وه؛ د دوشنبې پر ورځ( …

نور... »

په غزني کې له طالبانو څخه د سیمو نیولو عملیات پیل شوي

حکومتي ځواکونو د غزني ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې له طالبانو سره دي؛ خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په دغه ښار کې روانې دي. غزني ښار ته د سلګونه تازه دمو سرتېرو په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو له رسیدو …

نور... »

د زابل پر مرکز کلات ښار د وسلوال برید مخه نیول شوې

د  زابل امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایاروایي،  تېر ماښام  شاوخوا دېرش وسلوالو غوښتل، چې د مرکز کلات د ښادو او حاجي اصغر کلیو له اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. هغه وایي، د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ په دغه جګړه کې …

نور... »

د لوګر د ازرې ولسوالۍ په هوایي برید کې پولیس وژل شوي

سیمه ییزو چارواکو آریانا نیوز ته ویلي، چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په هوایي برید کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. د ازرې ولسوال حمیدالله زیاته کړې؛ تېره شپه( د زمري ۱۵) په ازره ولسوالۍ کې هغه مهال لس پولیس ووژل شول، چې هوایي ځواکونو په تېروتنه …

نور... »

وسلوالو طالبانو د پکتيا ولايت پر لجې منګل ولسوالۍ بريد کړی

د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، وسلوالو مخالفانو تېره شپه پر لجي منګل ولسوالۍ زوروره جګړه پیل کړه، چې د امنيتي سرتېرو يوې پوستې هم په کې سقوط کړی دی. د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه( د زمري ۱۳) د پکتيا ولايت د …

نور... »

په زابل کې چارواکي د ۹ وسلوالو له مرګ و ژوبلې خبر ورکوي

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، وسلوالو تېره شپه یوولس بجې د زابل د میزانې ولسوالۍ په ویس محمد خان کمپ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، چې له کبله یی جګړه شوې؛  ۵ وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. هغه زیاته کړې، چې …

نور... »

په پکتیا کې د دوه غبرګو چاودنو د قربانیانو جنازې خاوروته وسپارل شوې

په پکتیا کې د هغو کسانو مړي خاورو ته وسپارل شول، چې پرون( د زمري پر ۱۲) د ګردیز ښار د حسینيه جومات په دوه غبرګو ځانمرګو چاودنو کې  یې ژوند له لاسه ورکړی و. د جمعې پر ماسپښین دوه ځانمرګي بریدګر، چې د ښځو جامې يې پرتن وې؛ لو …

نور... »

په هلمند کي د نوي جوړ شوي ائتلاف پر ضد لاريون وشو

په هلمند کي د نوي جوړ شوي ائتلاف پر ضد لاريونکوونکيو څرګنده کړې؛ د هېواد په اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې د نظام پر وړاندې ائتلافونه خنډونه جوړوي، په کې راټولې څېرې او سياسي حزبونه نا کام بولي،خو د ولسمشر له وروستيو کړنو ملاتړ څرګندوي. د دې ولايت مدني فعالانو او …

نور... »

په غزني کې ښاري ګارنیزیون جوړ شو

چارواکو ویلي، چې په غزني ښارکې مو له ګارنیزیون جوړولو موخه د امنیت ټینګښت او د ترهګرو او زورواکانو پرضد مبارزه ده. د غزني په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده. د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي، د ګارنیزیون د کار له …

نور... »

د غزني پر اړوند ولسوالیو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي

په غزني کې چارواکو په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت پر قره باغ، جغتو، رشیدان او جاغوري ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې د رشیدان ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان صبغت الله په ګډون څلور ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او …

نور... »

په غزني کې تښتول شوي ۱۹ کسان راخوشې شول

  په غزني کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب هغه نولس کسان راخوشې شول، چې څو ورځې مخکې طالبانو تښتولي وه. په تښتول شویو کسانو کې اته یې د جاغوري او پاتې د نورو سیمو اوسیدونکي دي، چې له لارې طالبانو وړي وه. د ولایتي شورا یو غړی وایي، طالبانو …

نور... »

په ننګرهار کې ناامنیو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

مسوولین وايي؛ دمګړۍ په اچین کې دولس، په هسکه مینې کې اته، په نازیانو کې شپږ، په خوږیاڼيو کې لس، په بټيکوټ کې دوه، په مومندره کې اته او په حصارک کې درې ښوونځي د ناامنیو له وېرې تړل شوي دي. ننګرهار یو وخت د علم کور و؛ خو اوس …

نور... »

هلمند د خرما حاصلاتو ته مناسبه سیمه ده

د هلمند ولایت د کرني ریاست مسوولین وایي، چي د هلمند هوا او خاوره د خرما د ونو د حاصلاتو لپاره مناسبه  ده. د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست د پلان او ترويج مدير سيد رفیع الله قلم په خبره، چي سږ کال د یوه شخصي  کرنیز بنسټ  لخوا …

نور... »

په پکتیا کې د افغان ځواکونو پر هوایي بریدونو ۵۱ طالبان وژل شوي

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۵۱ وسلوال طالبان وژل شوي دي. وسلوالو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د مچلغو د بند پر ساتونکیو او نورو امنیتي پوستو ډله ييز بریدونه کړي، چې له اوږدې جګړې وروسته په سیمه کې د …

نور... »

په هلمند کي ځانمرګی موتر بم موخې ته له رسیدو مخکي نیول شوی

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ په هلمند کي ځانمرګي موتر بم موخې ته له رسیدو مخکي نیول شوی او برید کوونکی یې، چي موتر یې له چاودیدونکیو توکو ډک له ځانه سره لیږداوه غوښتل یې، چي په لښکر ګاه ښار کي د پولیسو پر ۵۰۵ زون چاودنه ورکړي، چي پولیسو …

نور... »

په غزني کې د دفاع وزیر پر امنیتي ناستې توغندي توغول شوي

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د یکشنبې پر ورځ یوولس نیمې بجې د دفاع وزیر پر امنیتي ناستې توغندي توغول شوي دی. ویل کیږي، چې د غزني ولایت په انګړ کې هغه مهال دوه توغندي ولګیدل، چې دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزارت سلاکار او امنیتي مرستیال، …

نور... »

په لوګر کې وسلوالو طالبانو یو شمېر ښوونځي تړلي

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درې ورځو راهیسې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي تړلي دي.  د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وايي؛ طالبانو د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو امرینو …

نور... »

وسلوالو په غزني کې د جغتو ولسوالۍ وداني سوځولې

د غزني ولایتي شورا غړي وایي، وسلوالو تېره شپه پر جغتو ولسوالۍ ډله ییز برید کړی؛ ودانۍ ته یی اور اچولی، وسلې او تهیجزات یی ترې وړي دي. د غزني ولایتي شورا غړی نصیراحمد فقیري ویلي: په برید کې تلفات نشته؛ ځکه، چې د ولسوالۍ درې ساتونکي نږدې کلیو ته …

نور... »

د ولسمشر له امر سره سم بیا عمليات پيل شول

د هلمند ولايت سيمه ییز چارواکي وايي، چي له طالبانو سره يې شوى اوربند پاى ته رسيدلى او د ولسمشر له امر سره سم يو ځل بيا په هغو سيمو کي پوځي عمليات پيل شول، چي دا مهال د وسلوالو طالبانو په واک کي دي. د هلمند والي مرستيال وايي، …

نور... »