هرات @ps

د طالبانو د سولې او جګړې پرېکړه د پاکستان آی اس آی کوي- سالنګی

د فراه والي وایې، طالبان پخپله له جګړې ستړې شوي او خبرو ته تږي دي؛ خو د پاکستان آی اس آی یې مخه نیسي. ان پر تېر درې ورځني اوربند یې هم ګواښلي دي.   پر فراه ښار د طالبانو په وسلوال برید کې د دغه ولایت د امنیت آمر …

نور... »

په فراه کې ۲۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د فراه ولایت پر لویه لار د ناتو او افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې څه نا څه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د فراه امنیتي ځواکونه وسلوالو طالبانو ته له درندو تلفاتو او د هغو د نقلیه وسایطو له ویجاړیدو خبر …

نور... »

د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

  سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي. دغه پېښه د پخوانۍ لوا سیمې ته نږدې پر لویه لار رامنځته شوې ده. عیني شاهدانو په ډاګه کړې؛ د دوه مسافر وړونکي موترو …

نور... »

د هرات د چشت ولسوالۍ د نوملیکنې مرکز کارکوونکی او یو پولیس وژل شوي

د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د نوملیکنې د مرکز یو کارمند او یو پولیس سرتېری وسلوالو مخالفانو وژلي دي. د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې تېره شپه نهه بجې وسلوالو مخالفانو دوه کسان له کورونو راویستلي او بیا یې وژلي دي. نوموړي زیاته …

نور... »

وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر مرکزي سیمو بیا برید کړی

وسلوالو طالبانو تېره شپه یوولس نیمې بجې یو ځل بیا له دوه خواوو د فراه ولایت پر مرکز سیمو بریدونه پیل کړل. ویل کیږي، چې دا نښته د پنجشنې د سهار تر شپږ بجو روانه وه.   د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو د دغه ولایت …

نور... »

په فراه ښار کې د ملي امنیت پر ریاست وسلوال برید شوی

  د سې شنبې په شپه طالبانو له څلورو خواوو په فراه ښار ډله ییز بریدونه وکړل چې تر سهاره یې دوام درلود. د ولایتي شورا د غړو په خبره، طالبانو څلورمه ناحیه، باغ نو، باغپل، حیدر قولي، یزدي،چهارباغ، سیدآباد، عسکر آباد، ریګي، فرقه، میوزیک کلا او د لومړۍ، دوه …

نور... »

په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

په هرات ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې د دې ولایت د کشک باط سنګي ولسوالۍ په تونوش بیګ کلي کې یو شمېر کسانو …

نور... »

په فراه ولایت کې د یوه قومندان په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي

په فراه ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د یوه طالب قومندان ابراهیم بلندي په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي دي. د فراه والي ویاند ناصر مهري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه ۱۲ بجې د دې ولایت د پشتیرود ولسوالۍ د تینک کلي پر امنیتي …

نور... »

د افغانستان لویدیځ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي

د هرات، بادغیس او غور ولایتونو د کرنې چارواکي وایي: د افغانستان لویدیځ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ شوي، واوره او باران نه دی وریدلی؛ نو، ځکه څړځایونه او دښتې سپیرې شوې او مالداران له زیانونو سره مخ دي. د هرات د کرنې ریيس عبدلصبور رحماني وایي، چې په …

نور... »

په هرات کې له ۲۰ ډېرو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د چشت شریف په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه …

نور... »

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۸ عام وګړي وژلي او ۲۱ نور ټپیان دي. د هرات والي ویاند زیاتوي، دغه پېښه نن ماښام ۵ بجې د هغه جومات تر څنګ رامنځته شوې، چې ماشومان له سبق ویلو …

نور... »

د هرات په شینډند کې طالبانو یو ښوونکی وژلی

د هرات ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې یو ښوونکی له تښتونې او څو ورځني بند وروسته وژلی دی. د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونکیو د موترو پر کاروان برید کړی او د هغو له تښتونې وروسته یې …

نور... »

د هرات ښار په نبي اکرم ص جومات کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن له غرمې وروسته د ماسپښین لمانځه پر مهال د نبي اکرم ص په لوی جومات کې چاودنه رامنځته شوې ده. د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې چاودنه نن غرمه یوه بجه د ۷ ناحیې د نبي اکرم په …

نور... »

وسلوالو طالبانو د اسماعیل خان له وړاندیز ه هرکلی کړی

وسلوالو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو په ډاګه کړې، چې د هرات د پخواني والي محمد اسمعیل خان  دهغو وړاندیزونو هرکلی کوو، چې له اسلامي امارته یې د سولې په اړه کړي دي. د هرات د خلکو د پاڅون( د کب څلیریشتمې) په نمانځغونډې کې اسماعېل خان له طالبانو …

نور... »

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

  د هرات ولایت چارواکو ویلي، چې د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې چاودنه رامنځته شوې، چې له یو ملکي وګړي یې ژوند اخیستی او اووه نور ټپیان دي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې وسلوالو مخالفینو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له چاودیدونکیو توکو ډک موتر …

نور... »

طالبانو د فراه د اناردرې ولسوالۍ امنیه قومنداني نيولې

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وایي، چې طالبانو د انار درې ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې؛ خو دمګړۍ هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په سیمه کې نښته روانه ده. نوموړي آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د انار درې …

نور... »

په فراه کې د طالبانو په دوه بریدونو کې ۲۴ سرتېري وژل شوي

د فراه د ولایتي شورا رییس ټینګار کوي، چې په بالابلوک ولسوالۍ طالبانو د پوځ لس کماندو سرتېري او اته پولیس وژلي؛ خو د طالبانو په بل برید کې، چې په فراه ښار کې پر یوه پوسته شوی،  شپږ پولیس وژل شوي دي. افغان ځواکونو په بالابلوک ولسوالۍ کې د …

نور... »

په هرات کې د نارسمي ښاري سیمو د ملکیت سندونه ووېشل شول

  ولسمشر غني د تاپي پروژې د رسمي کار له پیل کیدو وروسته په یو لړ مراسمو کې د هرات ۵۰۰ اوسیدونکیو ته، چې په نارسمي سیمو کې ملکیتونه لري، د ملکیت سندونه ووېشل.   ولسمشر، چې په هرات کې د نارسمي ښاري ساحو د ملکیت سندونو د وېش مراسمو …

نور... »

په تاپي پروژه کې به له کورنیو سرچېنو کار واخیستل شي

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وایي؛ د تاپي نللیکې په شاوخوا سیمو کې به بېخبنایي او تولیدي کارخانې جوړې شي، چې دا به د دې سیمو د اقتصادي ودې لپاره ګټور کار وي. تاپي د مرکزي او سویلي آسیا د نښلولو پروژه ده، چې تر شاوخوا دوه لسیزو وروسته …

نور... »

په فراه ولایت کې ۲۰ سرتېري وژل شوي- داد الله قانع

د فراه ولایتي شورا غړی وایي، تېره شپه طالبانو په دې ولایت کې ۲۰ سرتېري وژلي دي. د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک پر پوځي ا‌ډه وسلوال برید کړی، چې په کې شل د ملي اردو سرتېري وژل …

نور... »