عاجل خبرونه

بلخ @ps

د فاریاب په کوهستان کې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مني، چې په کوهستان ولسوالۍ کې د سیمې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا؛ د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه پرې هوایي او ځمکني بریدونه کوي. …

نور... »

په بغلان کی یو ۴۰۴ بس له سړک اوښتی

د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع  وایې،  په هغه بس موتر کې،  چې له کابل څخه د شمال لور ته روان و د موتر چلوونکي د بې غوري له کبله د دوشې ولسوالی په کیله ګې سیمه کې چپه شو. د بغلان د عامې روغتیا رییس وایي، په …

نور... »

د فاریاب کوهستان ولسوالي وسلوالو طالبانو ونیوله

د فاریاب امنیه قومندانی ویاند عبدالکریم یورش وایي، دا ولسوالي تېره شپه لس بجی د وسلوالو لاس ته لویدلې؛ وسلوالو د امنیه قومندانی د ودانی یوه برخه سوځولې او د خیرآباد په سیمه کي تراوسه هم نښته روانه ده، خو امنیتي ځواکونو په دغه سیمه کې دفاعي کرښه جوړه کړې …

نور... »

طالبانو بیا پر مرکزي بغلان ولسوالی برید کړی

مسوولین وایي، وسلوالو طالبانو تېره شپه یو ځل بیا د بغلان ولایت پر مرکزي بغلان ولسوالی برید وکړ. د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وایي، په دغه برید کی اته وسلوال وژل شوي او ۱۷ نورټپیان دي. هغه زیاتوي، په وژل شویو کی د طالبانو دوه مهم قومندانان …

نور... »

په تخار کې طالبانو ته د وسلو او مهمات لیږدونکی افسر نیول شوی

د تخار امنیتي مسوولینو د ملي امنیت د یو برحال افسر په ګډون د درې کسانو له نیولو خبرورکړ، چې وسلوالو طالبانو ته یې وسلې او مهمات لیږدول.  د تخار د امنیه قومنداني سرپرست سید جهانگیر کرامت په ډاګه کړې، چې دغه افسر غوښتل له  خپلو دوه نورو همکارانو  سره …

نور... »

په ستنې شوې الوتکه کې جنرال عبدالرشید دوستم نه و

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په هغه الوتکه کې د جنرال دوستم حضور ردوي، چې د بلخ  ولایت پر هوایي ډګر یې د ناستې نیت درلود. د رپوتونو له مخې، ټاکل شوې وه چې جنرال دوستم تېره شپه په یوه الوتکه کې  مزار ته ولاړ شي، خو  د الوتکې …

نور... »

عطا محمد نور حکومت د میلیونونو دالرو پرغلا تورن کړ

د بلخ والي عطا محمد نور پر ملي وحدت حکومت تور لګوي، چې میلیونونه دالر یې غلا کړي دي. د بلخ والي عطا محمد نور دا ځل پر حکومت تندې نیوکې پیل کړې، ظاهراً د ده غبرګون د سیاسي ائتلاف په اړه د ولسمشر نیوکو ته متوجه و. دی زیاتوي؛ …

نور... »

په کندوز ښار کې ناتو د خواجه مشهد پر ښوونځی بمبارد رد کړ

د شنبې په سهار د ناتو جنګي الوتکو د کندوز په ښار کې د خواجه مشهد د هلکانو پر ښوونځي برید کړی، چې د ودانۍ یوه برخه یې ویجاړه شوی ده. په کندوز کې مسوولینو په ډاګه کړې، چې د دې هوایی برید موخه په خزاني کلي کې د خواجه …

نور... »

د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو کندوز ته سفر کړی

د ملی دفاع وزارت سرپرست، کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او ملی امنیت ریاست مر سیتال د دی ولایت امینتي وضعیت د څېړلو په موخه کندوز ولایت ته سفر کړي دي. د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي وایي، د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ مو عملیات په دې ولایت …

نور... »

د پروان د جبل سراج ولسوالۍ پر پوستو د طالبانو د برید مخه ونیول شوه

د پروان ولایت د جبل سراج ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی. د جبل سراج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد معصوم فرزه یي له آریانا نیوز سره په اړیکه کې په ډاګه کړې، چې نن سهار وسلوالو مخالفینو د دې ولسوالۍ د پل آشابه په …

نور... »

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې طالبانو ۱۳پاڅونوال وژلي

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کی دیارلس پاڅونکوونکي د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوي دي.  تېره ورځ د دې ولسوالی د سپین جومات په کلي کې د غلام سخي تر قومندې لاندې دیارلس پاڅونوال د طالبانو له کمین سره مخ شوې او وژل شوي دي. د بلخ  والي ویاند …

نور... »

په بلخ کې د کام ایر هوایي شرکت د رییس زوی پرویز کامګار وژل شوی

د کام ایر هوایي شرکت د رییس زمري کامګار زوی پرویز کامګار نن په بلخ کی وژل شوی دی. د بلخ امنیه قومندان ویاند شیرجان درانی وایي، په دې اړه پلټنې پیل شوي؛ خو تراوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي. هغه زیاتوي، نوموړی د بلخ ولایت په …

نور... »

په بغلان کې د اوبو د لومړي بند د دروازې په ماتیدو د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي

د اوبو د ذخیرې د یوې کنترول کوونکې دروازې په ماتیدو د بغلان د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي دي. د جمعې ورځې له غرمې مخکې پر یوولس بجو د پلخمري د برښنا د لومړي بند کنترول کوونکې دروازه د اوبو د فشار په نتیجه کې ماته شوه او …

نور... »

په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونو یو خبریال وهلی

په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونو د پنجشنبې شپې له چاودنې وروسته یو خبریال وهلی او د هغه مبایل یې اخیستی دی. په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونو له عبدالعزیز کریمي سره د پنجشنبې په شپه، چې غوښتل یې په دوه یمه حوزه کې د چاودنې له ساحې ویډیو واخلي، …

نور... »

په کندوز کي جګړو د بزګرانو ژوند او حاصلات زیانمن کړي

په کندوز کي د کرنې ریاست وایي دوامداره جګړو د بزګرانو ژوند او حاصلات زیانمن کړي دي. د کندوز د کرنې رییس عبدالنبی رووفی وایي، په کندوز کی له دوامداره جګړو سره سره پر ۱۴۵ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي او سربېره پر دې پر ۳۸ زره او ۲۴۵ هکتاره …

نور... »

د طالبانو د درزاب ولسوال د خپلو ساتونکیو لخوا ووژل شو

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال د خپل ساتونکي قاري امان لخوا ووژل شو. په دې پیښه کې د طالبانو د دې مسوول پېنځه افراد هم وژل شوي دي. د جوزجان امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي وایي، هوایي ځواکونه درزاب ته رسیدلي او د وسلوالو …

نور... »

په بلخ کې يوه افغان سرتېري۶ بهرنیو سرتېروته مرګ وژوبله اړولې

د بلخ په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې يوه افغان سرتېري ۴ بهرني پوځيان وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي. د شاهين قول اردو سرچينو تائيد کړې، چې نن ماسپښين شاوخوا څلور بجې د افغان کمانډو ځواکونو يوه سرتېري پر بهرنيو پوځيانو ډزې وکړې. په دغو ډزو کې څلور …

نور... »

ملي امنیت په کندوز کې یوه ډله ملشومان د ماین ښخولو پر تور نیولي

په کندوز کې د ماشومانو یوه ډله د ملي امنیت ریاست لخوا د ماینونو د ځای پر ځای کولو په تور نیول شوې، چې طالبانو ورته ترهګریزې زدکړې ورکړي دي. په کندوز کې د جګړو له کمیدو سره د افغان ځواکونو ستونزمن ماموریت هم یو څه  آسانه شوی او ملي …

نور... »

د تالقانو په پلازمېنه تخار کې د لرګو له یوه سرای لوخړې پورته شوي

ویل کیږي، چې د تالقانو په پلازمېنه تخار کې د لرګو له یوه سرای څخه د اور لمبې او لوخړې پورته شوې دي. دغه اور لګیدنه  د پراخیدو په حال کې ده او تر دې دمه په کې ۵۰ پلورنځي سوځیدلي دي. د تخار اوسیدونکي وايي، که اور د هوا …

نور... »

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ مزارشریف ته ورسیده

د بیات بنیاد مرسته مزارشریف ته رسیدلې او په سجادیه ښارګوټی کې په اړو کورنیو ووېشل شوه .  د بیات بنیاد مرستیال حاجی محمد اسماعیل، چې مزارشریف ته یی سفر کړی وایي؛ هڅه کوي، چی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له بېوزلو کورنیو سره  روژې ته ځانګړې شوې ووېشل …

نور... »