تازه خبرونه

امریکا ته له ورغلو افغان محصلانو زیاتره تښتي-سیګر

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار اداره وایي، امریکا ته له ورغلو افغان  محصلانو زیاتره یې تښتي. د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره(سیګر) وایي؛ د نورو هېوادونو د محصلانو په پرتله د افغان محصلانو د تېښتې …

نور... »

افغان کرکت لوبډلې هانګ کانګ ته بې سارې ماته ورکړه

د ای سي سي نړیوال کپ په څلور ورځینو سیالیو کې افغان لوبډلې هانګ کانګۍ ته بې سارې ماتې ورکړه. دغه سیالي تېره ورځ د اکټوبر پر ۲۰ په هانګ کانک کې پیل شوې وه. هانګ لومړنیو منډو جوړولو ته ملا وتړله او ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۴۲ منډو …

نور... »

تېره اوونۍ په افغانستان کې نږدې۵۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

تېره اوونۍ په افغانستان کې د داعش او طالبانو په بریدونو کې۱۹۳ ملکیان او پوځیان ووژل شول او شاوخوا درې سوه نور ټپیان دي. افغانستان تېره اوونۍ د خونړیو پېښو لیدونکی و؛ په څلور ورځو کې د طالبانو او داعشیانو په ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې، چې په کابل، …

نور... »

پاکستان په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر داکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کړي او د همکاریو تر څنګ یې ورسره پر یو شمېر راپورته شویو ستونزو خبرې کړې دي. د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ رسنیو ته په …

نور... »

د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې ۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

نن مازیګر درېنیمې بجې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې ځانمرګی برید رامنځته شوی دی. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي، په دې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. هغه زیاتوي، ځانمرګی برید پر هغه موتر شوی، چې د پوهنتون له …

نور... »

په هلمند کې له۲۵۰ ډېر پوځي او ملکي مامورین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي

د هلمند والي وایي، په دې ولایت کې څه باندې دوه سوه پنځوس جنرالان او ټیټ پوړي پوځي او ملکي مامورین د  فساد پر تور عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي. د هلمند والي حیات الله حیات وایي، پراخ فساد په هلمند ولایت کې ريښې ځغلولي دي. نوموړی …

نور... »

هغوی، چې د افغانستان ورکه غواړي ځان به منزوي کړي- اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د وریښمو لارې د دولسمې دوه ورځنۍ غونډې په پرانستونکې وینا کې د حکومت د مخالفو وسلوالو وروستي بریدونه د دغو ډلو سیاسي ماته وبلله. د ولسمشر غني په باور؛ له دې وروسته به د افغان حکومت وسلوال مخالفان او د هغوی ملاتړي له سخت فشار …

نور... »

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر د ولسمشر لخوا له دندې لیرې شوی

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي؛ آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر امام محمد وریماچ په اړوند کمیسیونونو کې د بدلونونو د نه راوستلو او په کارونو کې د بې تفاوتۍ او بې …

نور... »

په خوږیاڼو کې د جګړې ښکېلو خواوو ۳۴ کسه وژلي او ۵ زره کورنۍ تېښتې ته اړ شوي

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش، طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ په خونړیو نښتو کې څلور دېریش کسه وژل شوي او پېنځه زره کورنۍ بې ځایه شوي؛ خو د حکومت چوپتیا خلک اندېښمن کړي دي.   د خوږیاڼو له ګڼو سیمو خلک په تېښته کې دي او حالت …

نور... »

پرکابل ښار دوه توغندي توغول شوي

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې د شش درک په اړوند سيمه کې دوه توغندي لګیدلي؛ خو د مرګ و ژوبلې  او زيان په اړه یې څه نه دي ویل شوي. د څرګندونو له مخې، د شنبې پر ورځ( د تلې ۲۹) د کابل پر وخت  سهار ۶ بجې  د …

نور... »

د نږدې۷۰۰ دولتي بستونو لپاره له داوطلبانو آزموینه واخیستل شوه

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د نږدې اووه سوه دولتي بستونو لپاره له داوطلبانو آزموینه واخیستل شوه. آزموینې ته ۸۱۷۵ کسان ورغلي وه. دولتي بستونو ته د ځوانانو د لار موندنې د آزموینې پر مهال د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس نادر نادري …

نور... »

طالبانو سږکال د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو پر کارولو خونړي بریدونه وکړل

وسلوالو طالبانو سږکال د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو په کارولو د دغو ځواکونو پر پوځي مرکزونو پیچلي او خونړي بریدونه وکړل، چې په کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي دي.  ملي دفاع وزارت وایي، وسلوالو مخالفینو د ځینو سیمو له نیولو سره پوځي تجهیزات نیولي او له همدې وسایطو څخه …

نور... »

پاکستان خپلو ژمنو ته ژمن نه دی او تل خلک تېر باسي- مظفري

د سولې عالي شورا وایي، پاکستان په سیمه کې د سولې د ټینګښت په اړه خپلو ژمنو ته ژمن نه دی؛ افغان حکومت باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز تر څنګ د ملي اجماع په کارولو د دغې تېرایستنې په وړاندې ودریږي. په عمان کې د افغانستان، پاکستان، …

نور... »

امریکا به تر هغې په افغانستان کې وي، چې طالبان سولې ته غاړه کیدي- تیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې سرتېري  به یې تر هغې پورې په افغانستان کې وي، چې وسلوال طالبان سولې ته غاړه کیدي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي، چې سرتېري به یې له سولې سره د وسلوالو طالبانو تر یو ځای کیدو پورې په افغانستان …

نور... »

دفاع وزارت د ۴۳ امنیتي سرتېرو وژل کیدل ومنل

د افغانستان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ومنله، چې تېره شپه په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز بریدونه شوي، چې په کې ۴۳ سرتېري وژل شوي دي. د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري ویلي، چې یوې دلې بریدګرو تېره شپه دوه نیمې بجې د …

نور... »

پاکستان دې د سولې خنډ ډلې له خپلې خاورې وباسي- مستغني

د عمان د پلازمېنې مسقط په کوربتوب د سولې په شپږمه څلور اړخیزه غونډه کې سلا شوې، چې پاکستان به د سولې خنډ ډلې له خپلې خاورې وباسي. له نږدې دوه کلونو وروسته د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو د شپږم ځل لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د …

نور... »

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له سیاست لیرې او مسلکي شي- عبدالله عبدالله

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له سیاست لیرې او په لوړ مورال له دښمن سره وجنګیږي. د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې د مارشال فهیم پوهنتون د زدکوونکیو د پوځي تمریناتو په مرتاسمو کې وویل، چې افغان پوځ په سیمه …

نور... »

امنیتي ځواکونو د فراه ولایت شېبکو ولسوالي بېرته ونیوله

  د چارواکو په وینا؛ امنیتي ځواکونو په داسې حال کې دا ولسوالي بېرته نیولې، چې د دې ولایت د ولایتي شورا  د غړیو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو ترې وسلې، مهمات او تجهیزات وړي دي.   دا ولسولي تېره شپه طالبانو له څو ورځنیو نښتو وروسته نیولې وه. د …

نور... »

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت شېبکو  ولسوالۍ مرکز او اړوند سيمي طالبانو نیولې دي. د فراه ولایتي شورا رییسه جمیله امیني وایي، طالبانو تېره شپه پر شېبکوه ولسوالۍ بریدونه پل کړل او په پای کې یې دا ولسوالي ونیوله. د سیمې ځایي اوسیدونکي وايي، چې اوسمهال د ولسوالۍ …

نور... »

د پکتيا ولايت امنيه قومندان توریالی عبدیاني په ډله ییز برید کې ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وایي، چې په دې پېښو کې د امنیه قومندان توریالي عبدیاني په ګډون ۴۱ کسه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علی مراد وایي، چې په دې پېښه کې ۲۱ پولیس وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان …

نور... »