عاجل خبرونه

Ariana News

د ملي وحدت حکومت باید وزغمل شي- حکمتیار

د حزب اسلامي افغانستان رهبر ګلبدین حکمتیار د سې شنبې په ورځ د هرات په جامع جومات کې خپلو پلویانو ته په ډاګه کړې، چې د ملي وحدت حکومت لنډمهاله دی او تر یوې مودې باید وزغمل شي. نوموړي په خبرو کې له طالبانو وغوښتل، چې نور جګړه بس کړي …

نور... »

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کوي

ولسمشرۍ ویلي، ولسمشر غني به نن شپه دوه بجې وینا کوي او په خپله وینا کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا او نورو هېوادونو پر همکاریو تمرکز وکړي او له نړۍ  به وغواړي، چې د ترهګرو ځالې په نښه کړي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال …

نور... »

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي۱۷۰ دوسیې څېړل شوي

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون مسوولین له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د یو سل و اویا دوسیو له څېړلو خبر ورکوي. خبریالان، چې د ټولنې او حکومتونو تر منځ د پله رول لوبوي؛ په افغانستان کې خوندي نه دي. د خبریالانو فدراسیون په ډاګه کوي، چې له خبریالانو سره د …

نور... »

د قوم پالنې په اړه به د چارو ادارې اړوند سند وڅېړل شي- دواخان مینه پال

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ د قوم پالنې په اړه به د چارو ادارې اړوند ښکاره شوی سند و څېړل شي. د چارو ادارې د څارنې او ارزونې څانګې مرستیال پورې اړوند سند، چې یوې ورځپاڼې خپور کړی، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګنده کړې، …

نور... »

دهېواد د فوتبال ۱۶ کلنو ملې لوبډله د ایران پر وړاندې لوبې ته چمتوالی نیسې

دهېواد د فوتبال شپاړس کلنو ملې لوبډله د آسیا د فوتبال په مقدماتي سیالیو کې د  ایران پر وړاندې لوبې ته چمتوالی نیسې. له دې مخکې دغه لوبډله په تېرو دوه لوبو کې توانیدلې وه، چې بوتان ته درې پر یو او درې پر صفر ماتې ورکړې او د ایران …

نور... »

د افغانستان فوتسال ملې لوبډله د ازبکستان پر وړاندې لوبیږي

د افغانستان فوتسال ملې لوبډله د اقیانوسیه او آسيا په درېیمو هنرې او رزمې سیالیو کې د ازبکستان پر وړاندې لوبیږي. افغان لوبډله، چې په خپله لومړنۍ لوبه کې یې چین ته شپږ پر یو ماته ورکړې وه؛ تېره روځ هم په خپله دوه یمه لوبه کې مالدیف ته شپږ …

نور... »

د پاکستان لومړی وزیر پخپلو څرګندونو پېښېمانه شوی

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، چې تېره ورځ د زنبق د څلورلاري د تانکر بم چاودنې په اړه یو تریخ حقیقت څرګندکړی و؛ پښېمانه شوی او خپلې خبرې یې بېرته اخیستي دي.   د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په ډاګه کړې، چې د شاهد عباسي له قوله …

نور... »

د افغانستان هوایي ځواک له بلک هاک چورلکې برخمن شو

د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ډاګه کړې، چې لومړنۍ بلک هاک چورلکه د افغانستان هوایي ځواک ته وسپارل شوه. پرون د وږي پر ۲۷ د کندهار هوایي ډګر ته بلاک هاک چورلکو لومړنۍ جوپه رارسیدلې ده. ناتو ځواکونو ویلي، چې د افغانستان هوایي ځواک به د …

نور... »

زرګونه امریکایي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي- جیمز متیس

د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې څه باندې درې زره تازه دمي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي. دغه سرتېري به د افغانستان د امنیت خوندي ساتلو کې برخه ولري. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د طالبانو د پرمختګ مخنیوي ته تېره میاشت د …

نور... »