تازه خبرونه
یوناما د افغانستان پر ضد په پاکستان کې د برید پلانول ردکړل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، تر اوسه په دې اړه د قناعت وړ او څرګند اسناد نشته، چې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په تړاو د ملامتیا ګوته یوه هېواد او یا یوې بلې مرجع ته ونیول شي.
افغان حکومت له وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هغه اسناد سپارلي، چې ښیي په افغانستان کې تر سره شوي بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان شوي دي؛ خو اوس د ملکرو ملتونو ځانګړی استازی وایي؛ داسې اسناد نشته، چې په څرګنده په پاکستان کې د بریدونو پلانول وښيي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تاداماچي یاماماتو وایي، ځانمرګي بریدونه او چاودنې د وسلوالو مخالفینو کار دی او په دې اړه څېړنې روانې دي؛ څرګند او قناعت بښونکي شواهد نشته، چې د تور ګوته بل هېواد او یا مرجع ته ونیول شي؛ خو که تور لګول کیږي، نو باید د اسنادو له مخې وي.
ملي وحدت حکومت په دې اړه توند غبرګون ښیي او وایي؛ ملګرو ملتونو ته یې کافي اسناد سپارلي، چې ښیي ځانمرګي بریدونه په پاکستان کې او د آی اس آی په ملاتړ تر سره کیږي.
ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ حکومت په دې تړاو اسناد امریکا، ملګرو ملتونو، ناتو او اروپایي ټولنې ته وړاندې شوي، چې ښیي؛ ترهګریز بریدونه په پاکستان کې د افغانستان پر ضد پلان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وایي، په کابل کې درې وروستي تر سره شوي بریدونه ښيي، چې د پاکستان له خاورې د آی اس آی په ملاتړ پلان شوي دي.
دا، چې ولې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د افغانستان سندونه د قناعت وړ نه بولي؟
په دې اړه پوځي شنونکی محمداګل مجاهد وایي، لمر په دوه ګوتو نه پټیږي؛ دا خبرې ښيي، چې پاکستانیانو په ملګرو ملتو کې لابي کړې او د افغان حکومت له اسنادو یې ذهنونه اړولي دي.
مخکې له دې د امریکا ولسمشر پاکستان تورن کړی و، چې توند لارو ډلو په ځانګړي توګه طالبانو او حقاني شبکې ته یې پناه ورکړې او له همدې کبله امریکا له اسلام آباد سره کیدونکې شاوخوا دوه میلیارد دالر مرسته وځنډوله.
خبریال : باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ