تازه خبرونه
پیر سید احمد ګیلاني سبا دوشنبه په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کیږي
ټاکل شوې، چې سبا دوشنبه(د سلواغې ۴ کال ۱۳۹۵ل) د افغانستان د سولې عالي شورا رییس پخوانی جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره او بیا د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.
جهادي مشر او د سولې عالي شوا رييس پير سيد احمد گيلاني د ۱۳۹۵ ل کال د سلواغې پر دوه یمه د شنبې پر ماسخوتن (۷:۴۵) د غازي امان الله خان په روغتون کې د مغزي سکتۍ پر لامل د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطالرحمن سلیم رسنیو ته ویلي، چې، د ارواښاد ګیلاني د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم سبا ترسره کیږي.
پیر سید احمد گیلانی د سید حضرت گیلانی مشهور به نقیب صاحب زوی دی، چې پر ۱۳۱۱ل کال زېږدلی، لومړنۍ او منځنۍ زدکړې د کابل په ابو حنيفه او لوړې زدکړې کابل پوهنتون کې تر سره کړې وې.
ارواښاد د امیر حبیب الله خان له مشرې نمسۍ سره واده کړی او اوس ترې دوه زامن او درې لوڼې پاتې شوې دي.
په ۱۳۵۸ل کال کې کله، چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، پیر سید احمد گیلاني پېښور ته کډوال شو او هلته یې د «افغانستان ملي اسلامي محاذ» جهادي تنظیم جوړ کړ.
د۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې، پیر سید احمد گیلاني د بون کانفرانس ته خپل پلاوی واستاوه او له وروستیو بدلونونو یې ملاتړ وکړ.
ارواښاد په وروستیو کلونو کې حکومت ته نژدې سیاسي مشر وگڼل شو.
د ۱۳۹۳ل کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د ولسمشر محمد اشرف غني د تحول او تداوم له ډلې ملاتړ وکړ او د سولې عالي شورا مشر وټاک شو.
گیلاني د سولې عالي شورا درېیم او وروستی مشر و.
پير سید احمد ګیلاني تېرکال د افغانستان د سولې عالي شورا درېیم مشر وټاکل شو.
د ملي وحدت حکومت مشرانو د ښاغلي ګیلاني پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانستان لپاره ستره ضایعه ګڼلې او د ارواښاد ګیلاني د مړینې له کبله یې د هغه کورنۍ او د افغانستان ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانستان په اوسني پړاو کې د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د پرېکړو په برخه کې د پیرصاحب پوهې، لارښوونو او ګټورو نظریاتو ته تر بل هر وخت زیات ضرورت لري. درېغه افغانان په دغسې حساسو شېبو کې خپل یو ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکوي.
اجرائیه ریاست د سولې عالي شورا د رییس د مړینې په مناسبت د هغه له کورنۍ، د ملي محاذ ګوند او د سولې عالي شورا له غړیو سره د خواشینۍ څرګندونه کړې او د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې یې د ښاغلي ګیلاني مړینه نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼلې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې له لارې د ښاغلي ګیلاني د مړینې له کبله د خپل حکومت او ولس په استازیتوب د افغانستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
سید حامد ګیلاني د پیر سید احمد ګیلاني مشر زوی رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې په تېرو څلور لسیزو کې د افغانستان په سیاست کې اغېزمن رول درلود او د هغه مړینه د دغه هېواد لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د یادونې وړ ده، چې پیر ګیلاني په تېر یو کال کې وکولی شول، چې د حزب اسلامي استازي د سولې بهیر ته رادننه، د سولې خبرې رهبري او د دغه حزب د امیر احتمالي راتګ زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه22 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ21 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی21 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ