Connect with us

ځانګړي رپوټونه

په تورخم کې هره ورځ ۲۰ میلیون افغانۍ فساد کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسي استازي وايي، چې د ننګرهار ولایت په  تورخم کې هره ورځ و شپه شل میلیون افغانۍ فساد کیږي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی وايي، چې  په تورخم کې هره ورځ د حکومتي ادارو مسوولین شل میلیون افغانۍ فساد کوي او برخه یې ان تر پلازمېنې کابل رسيږي.

د ګمرک له خوا په تورخم کې ګومارل شوی مامور، چې رسمیت هم نه لري له هرموتره په زور ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ اخلي.

له دې لږ وړاندې په د ملي امنیت د مسوولینو په نوم د نامسووله اشخاصو په لاس هم ناقانونه پیسې اخستل کیږي، چې هیڅ راز اسناد نه لري.

په یو شمېر ولاړو موترو کې زړې اوسپنې بار دي او  د سرحدي پولیسو له څلور پوستو راتېرې شوي دي.

مسوولین وایي، دا له کباړ ډک موتر په داسې حال کې نیول شوي، چې غوښتل یې له پولې واوړي.

موترچلوونکي وايي، سرحدي پولیس د دې هرڅه په بدل کې څو ځایه پیسې اخلي او بیا د تګ اجازه ورکوي.

آریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل د ادعاوو په اړه د ثبوت پیدا کولو هڅه وکړه؛ خو ډېر ژر د سرحدي پولیسو مسوولینو د کمیسارۍ مخې ته لار بنده او کمره ترې واخیستل شوه او څو ساغته یې له ځان سره په زور وساتل او تورخم ته د راتلو پوښتنې ترې وشوې دي.

په تورخم کې موتر چلوونکي زمونږ خبریال ته هغه ویدیو هم ورکړې، چی په کې  د تورخم د دروازې په خوله کې سرحدي پولیس له موترچلوونکي پیسې اخلي.

د ولایتي شورا غړي وایي، د تورخم په فساد کې سرحدي پولیس، ګمرک، ترانسپوټ، ښاروالۍ ، د لویو موترو اتحادیه،د ترازو مسوولین، د ګمرک پولیس او ځیني زوراکي ونډه لري.

د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي،  ولس او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د دغه فساد مخه به ډېر ژر ونیول شي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تورخم کې په حکومتي ادارو کې فساد نه ردوي؛ خو وايي، ولایتي ادارې یې  د مخنیوي هڅې کوي.

د تورخم د ګمرک د مامورینو د فساد په اړه د ګمرک مسوولین له ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته وايي، اوس فساد ورک شوی دی.

د سرحدي پولیسو قومندانۍ په دې اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه.

دلته خلک وایي، په دې ټولو مسایلو کې له دې ځایه نیولې ان تر ارګه پورې د چارواکو لاس دی؛ ځکه، نو د اصلاحاتو لپاره ګام نه پورته کیږي.

خبریال رحمت الله زیارمل

Advertisement

ځانګړي رپوټونه

د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال آصف ننګ سره ځانګړې مرکه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۴۰۱)

Continue Reading

ځانګړي رپوټونه

د تېر حکومت د ولسي جرګې له غړي کمال ناصر اصولي سره ځانګړې مرکه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۱)

Continue Reading

ځانګړي رپوټونه

په سیاسيٍ چارو کې د اشرف غني له پخواني استازي اکرم خپلواک سره ځانګړې مرکه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۱)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!