Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشرۍ ماڼۍ د غور د پېښې د قربانیانو د وینو پر غچ اخیستنې ټینګار کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

4bk64ae4b98b408qqa_800c450

داعش د افغانستان په لسګونه کلونو جګړو کې یوه نوې پدېده ده، چې د نورو وسلوالو ډلو خلاف یې کړنې ډېرې بې رحمانه دي او تر ډېره ملکي وګړي هدف ګرزوي. دې ډلې تېره ورځ په غور کې له دېرش ډېر ملکي وګړي د وسلو پر ډزو وژلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پر دغې قضیې توند غبرګون وښود.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې له داعشیانو به د دغو خلکو د وینو غچ واخلي.

ولسمشرمرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، چې ولسمشر غني دغه وژنه یو جنایت نومولی او له غم ځپلیو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ ولسمشر ژمنه وکړه، چې د دغو قربانیانو غچ به له داعشیانو اخلي.

هغه وایي، افغانستان به نور ترهګرو ته خوندي پناه ځای نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د غور په ولایت کې د لسګونه ملکي وګړیو د وژلو دغه پېښه غندلې ده.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندجان کربي وایي؛ پټه نه ده، چې مونږ له ډېر وخته په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور او په دې هېواد کې یې د پاتې کیدو پر لیوالتیا اندېښنه لرو. په واقعیت کې ولسمشر غني او په افغانستان کې زمونږ قومندان یې په اړه خبرې کړي دي؛ نو ویلی شو، چې هغوی په افغانستان کې د خپل حضور د پراختیا په لټه کې دي او مونږ یې له ډېرې مودې تر نظر لاندې لرو.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویاندمحمد رفیع بیدارهم د غور ولایت وروستۍ پېښه غندي او دا د ټولو نړیوالو بشري حقونو خلاف عمل بولي.

د غور خلک غواړي، چې د داعش ډلې د فعالیتونو مخه ونیول شي.

دوي وایي؛ دغه ډله خلکو کې وېره خپروي او په هره توګه، چې کیږي، مخنیوی یې په کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د غور د وروستۍ پېښې د وژل شویو مړي د اعتراض په ډول د ولایت د مقام مخې ته کیښودل شول. د وژل شویو کسانو خپلوان وایي، چې نهه نور ملکي وګړي له وسلوالو سره یرغمل پاتې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!