تازه خبرونه
واشنګتن دې افغانستان د ترهګرو پر ځاله له بدلیدو وژغوري-متقاعد جنرال پتریوس
له دوه میاشتو لږه موده پاتې ده، چې په افغانستان کې د جګړې موسم پیل شي او دا وېره هم شته، چې دا جګړه ځپلی هېواد بیا د ترهګرو خوندي ځاله شي.
د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال وایي، چې واشنګتن باید اوس هم پرینږدي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
په افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پخواني قومندان جنرال دیوید پتریوس ویلي؛ د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره باید افغانان پیاوړي شي، چې څو د خپل هېواد د ادارې توان پیدا کړي.
نوموړي، چې یو مهال د CIA مشر هم پاتې شوی، امریکا ته د کډوالو د ورتګ د محدودولو په تړاو د دونالد ترمپ له تازه کړنو سره هم مخالفت ښودلی دی.
هغه، چې په ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کلونو پورې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قومانده په غاړه لرله، د امریکا د ولسي جرګې د وسلوالو خدمتونو کمیتې ته په خبرو کې ویلي؛ اړتیا ده، چې امریکا اوس هم پرینږدي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
د ماموریت د تر سره کولو یوازنۍ لار دا ده؛ باید پرینښودل شي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل شي او د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره باید افغانان پیاوړې شي او د خپل هېواد امنیت ساتنې ته تیار شي.
دغه متقاعد جنرال، چې په افغانستان کې بل امریکایي جنرال ته د ناتو او امریکایي ځواکونو د قومندې تر سپارلو وروسته د سي آی آې مشري ور په غاړه شوه، وایي، چې افغانان په میړانه د طالبانو او داعش په وړ اندې جنګیږي.
نوموړي د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د امریکا د اسلامي متحدانو پر ارزښت د ټینګار تر څنګ د امریکا د ولسمشر پر کړنو نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ، چې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ محدودیت کولی شي توند لاري نور هم پیاوړې کړي.
ډیوید پتریوس وایي؛ په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو پخوانی قومندان له توند لارو سره په جګړه کې تر ټولو مهم متحدین د مسلمانانو اکثریت دی، چې د القاعده او داعش وحشیانه مفکورې رد کړي. مونږ باید په یاد ولرو، چې اسلامي توند لاري غواړي وښیي، چې دا جګړه د تمدنونو ټکر دی. دا ، چې امریکا له اسلام سره په جګړه کې ده؛ مونږ باید هغوي ته وسایل په لاس ورنکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په ډاګه کړې، چې امریکا کولی شي خپلې پوځي او دیپلوماتیکې تګلارې همغږې کړي او پرینږدي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځال بدله شي.
خبریال: فهیم نوري
تازه خبرونه
د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.
نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.
عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.
مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.
تازه خبرونه
روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.
د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسلهوالو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.
په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.
په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.
تازه خبرونه
د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.
ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ19 hours ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي