Connect with us

تازه خبرونه

طالبان له پرمختللیو وسلو او تورتمي دوربینونو برخمن شوي- قدیم شاه شهیم

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

afghan

د پوځ لوی درستیز وايي، چې وسلوال طالبان په روان کال کې د سیمې د استخباراتو لخوا له پرمختللیو وسلو او تورتمي دوربینونو برخمن شوي دي.

د پوځ، پولیسو او ملي امنیت لوړ پوړي چارواکي له دوه ورځو راپدیخوا د راتلونکي کال پر پوځي تګلاره کار کوي، چې وسلوال مخالفین مات او په راتلونکي جګړه ییز فصل کې به د هغوی زور اوبه کړي.

لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي، چې مونږ هم نوې او عصري وسلې لرو؛ خو طالبانو زمونږ له بېوسیو ګټه پورته کړې.

نوموړي په ډاګه کوې، چې مونږ سیمه ییز ځواکونو پر نیمه سقیله وسلو سمبالوو.

افغان ځواکونه اوس د هوايي ملاتړ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

قدم شاه شهیم په ډاګه کړې، چې که څه هم د هوايي ځواک د غښتلي کولو په برخه کې کارونه شوي او تازه یې د امریکا لخوا نورې څلور سوپر توکانو بم غورځوونکې الوتکې هم ترلاسه کړي؛ خو اوس هم دغه ځواک له شرایطو سره برابر نه دی سمبال شوی.

هغه زیاتوي، سږکال به ډېرې ترانسپورتي الوتکې ولرو او په ۲۰۱۸ کې به افغان امنیتي ځواکونه له امریکایي حربي الوتکو بلک هاک هم برخمن شي.

د راتلونکي کال د جګړې پر تګلاره په داسې حال کې کار روان دی، چې اووه ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي او نهه پنځوس نورې له جدي امینتي ګواښونو سره مخ دي.

په افغانستان کې پراته نړیوال سرتېري، چې شمېر یې له لس زره اوړي وايي، چې سخت دریځي وسلوال د افغانستان سمه نیمه خاوره په واک لري.  

خبریال: احمد فرشاد صالح

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!