Connect with us

تازه خبرونه

روسیې د سولې په خبرو کې د امریکا، هند او مرکزي آسیا هېوادونو د ګډون هیله ښودلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-03-12-18h04m55s49

روسي چارواکي هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په اړه په راتلونکیو غونډو کې امریکا او د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

روسیه او چین د افغانستان په ګاونډ کې پراته هېوادونه؛ په افغانستان کې د داعش فعالیتونو اندېښمن کړي او په دې وروستیو کې د افغانستان په مسایلو کې تر ډېره ځان ښکېل ګڼي.

درې میاشتې مخکې مسکو په ډسبمر میاشت کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.

اوس روسیه غواړي، چې د افغانستان د سولې او ثبات پر مسایلو خپلو خبرو ته نړیوال رنګ ورکړي او په دغو خبرو کې امریکا، هند او د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم بلنه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال ولادمیر سفرانکوف وایي، په افغانستان کې پر مسایلو هوکړه د نړیوالو توافق ته اړتیا لري. مونږ په افغانستان کې د سولې له بهیر سره همکاریو ته تیار یو. دا به ښه وي، چې په راتلونکې غونډه کې امریکا او د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم بلنه ورکړو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې  ماریا زاخاروا ویلي، چې تر یوې اوونۍ پورې به د افغانستان د ملي امنیت سلاکار مسکو ته سفر ولري. ویل کیږي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار به له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې، ثبات او دوه اړخیزو ګټو په اړه خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی وی هایتائو هم د افغانستان له روغې جوړې د خپل هېواد د ملاتړ ژمنه کوي او وایي، مونږ هم له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د سولې ، ثبات او پرمختګ رامنځته کولو بهیر روان ساتو.

دا په داسې حاتل کې ده، چې روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې منلي؛ خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تېره اوونۍ په هند کې وویل، چې روسیه باید د داعش په وړاندې مبارزه کې طالبان ونه کاروي؛ ځکه غوره داده ، چې د داعش په وړاندې مبلارزه کې دولتونه له یو بل سره په اړیکو کې شي او پر قد یې همکاري وکړي.  

این در حالیست که پیش از این روسیه داشتن تماس ها با طالبان را تایید کرده بود، اما مشاور امنیت ملی رییس جمهور افغانستان هفته گذشته در هند گفت: روسیه نباید از طالبان برای مبارزه با داعش استفاده کند و بهترین راهکار مبارزه با داعش، روابط و همکاری دولت ها با یکدیگر است.

خبریال: فهیم نوري

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!