Connect with us

پرمختګ او بشپړتیا

د ننګرهار په روداتو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-02-11h30m51s119

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د درې څلویښت میلیون افغانیو پر لګښت د پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د روداتو، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو اوسیدونکیو درملنه به په کې کیږي.  

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس داکترنجیب الله کاموال وايي، د دې روغتون پر جوړولو دري څلوېښت میلیون افغانۍ لګښت کیږي، چې د حکومت له بودجی ورکول کیږي.

هغه زیاتوي؛ دا روغتون په لس جریبه ځمکه کې د یوه کال په موده کې جوړیږي چې، دوه ودانۍ او د ټولو ناروغیو د درملني څانګې او اړوند طبي امکانات به ولري.

ځايي اوسیدونکي د حکومت پردې اقدام خوښ دي او وايي؛ د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزوسره مخ وو، چې د دې روغتون پرجوړیدو به یې دا ستونزې حل شي.  

تمه ده، چې په نږدې راتلوونکي کې به د یوه ورته روغتون د جوړولو چارې په شېرزاد ولسوالۍ کې هم پيل شي.

د ولسوالیو په مرکزي برخو کې د دا ډول روغتونو په جوړولو له یوې خوا پر مرکز فشار راکمیږي او له بلې خوا خلکو ته ښې آسانتیاوې برابريږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Advertisement

پرمختګ او بشپړتیا

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۶, ۱۴۰۰)

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې  کتنه  کې  دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.

د اسلامي امارت مسوولینو د دې  پروژې د عملي  کار د پیل لپاره  چمتووالی ښود لی.

د خصوصي سکتور غړي هم  د دې  پروژې د کار د عملي  چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی،  چې دا پروژه پلې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.

دا پروژه، چې  له  ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري  چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.

د دې  پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.

له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.

په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.

په دې  پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.

د اقتصادي  چارو کارپوهانو هم د ټاپي  پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې  پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.

دوی  زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.

د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.

د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.

د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه،  چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.

ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.

Continue Reading

پرمختګ او بشپړتیا

افغان بیسیم مخابراتي شرکت انټرنټي بیې راټيټې کړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغان بیسیم شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوشنبې له ورځې به نوې انټرنټي کڅوړې په ټيټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې انټرنټ ته د خلکو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو مخ په ډېریدو ده؛ ځکه، نو افغان بیسیم مخابراتي شرکت په انټرنټي کڅوړو کې تخفیفونه راوستي دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت مسوولینو ويلي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له افغان بیسیم شرکت سره هوکړې ته رسیدلي، چې دغه شرکت به د انټرنټ بیې را ټيټوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې په دې اړه له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره هوکړې ته رسیدلي دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی  علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنټ نوې کڅوړې به د دوشنبې شپې پر دولس بجو خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګیدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنټ له حالاتو ځان خبر وساتي.

خلک د افغان بیسیم د دغه ګام هرکلي کوي.

Continue Reading

پرمختګ او بشپړتیا

د کرنې او مالدارۍ وزارت پر ۳۲۵۰ هکتار ځمکه د انځرو باغونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۳۹۹)

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې تر راتلونکیو ۵ کلونو پورې به په هېواد کې پر۳۲۵۰ هکتار ځمکه د انځرو باغونه جوړ شي.

د دغه وزارت مسوولینو ويلي، چې د انځر د باغونو د پراختیا ملي طرحه د ولسمشر له خوا منظور شوې او تر راتلونکیو ۵ کلونو به د هېواد په کچه د انځرو د باغونو د جوړولو په برخه کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونه وشي او لسګونه کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

مسوولینو دا هم ویلي، چې له دې سره به په هېواد کې د انځرو د پروسس لسګونه مرکزونه هم جوړ شي.

اکبر رستمي د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وایي، چې ډېري دغه باغو نه به په هرات، بلخ او کندهار کې جوړ شي. افغانستان د انځرو د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري؛ نو، څکه مو ورته سوداګریزه طرحه جوړه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د کرنې وزارت له دې هڅې هرکلی کوي او زیاتوي، چې د کرني وزارت باید پر هغو کرنیزو برخو پانګونه وکړي، چې ښه سوداګریز مارکیټونه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وایي، د کرنې وزارت باید ټول هغه کرنیز اقلام، چې په سیمه اونړۍ کې ښه مارکیټونه لري؛ پر هغو هم لکه د انځرو، پانګونه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین ويلي؛ افغانستان دمګړۍ د کال ۲۵ زره متریک ټن صادرات لري، چې د نويو باغونو له جوړیدو سره به د تولید کچه ۴۰ زره متریک ټن ته لوړه شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!