Connect with us

تازه خبرونه

د حکومت د نه پاملرنې پر لامل ۱۰۰ فابریکې تړل شوي- پیمان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-02-18-17h11m06s83

د صنعت کارانو ټولنه د صنعت کارانو په وړاندې د حکومت  له بې پامۍ اندېښمن دي او وایي، چې  همدا چاره د دې سبب شوې، چې په هېواد کې شاوخوا سل فابریکې وتړل شي.

صنعت کارانو ته د ځمکې وېش، د برښنا په بیه کې لږوالی، په صنعتي تولیداتو د مالیاتو لږول،  په وارداتي توکو د ګمرکي تعرفي لوړوالی، صنعت کارانو ته د صنعتي بانک جوړول او له کورنیو تولیداتو استفاده په ټولو ادارو کې د ملي وحدت حکومت د مشرانو هغه ژمنې دي، چې له صنعت کارانو سره یې کړي دي.

د هېواد د صنعت کارانو ټولنې رییس سخي  احمد پیمان وایي، دولت د دغو ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.

د نوموړي په وینا؛ که د برق اړتیا وه، د دې پرځای، چې ټیټه شي لوړه شوه، ټاکل شوې وه، چې صنعتکارانو ته ځمکه ورکړ شي؛ خو پخپل حال پاتې ده، صنعتي بانک جوړیدو، چې تر اوسه ترې خبر نشته، ټاکل شوې وه، چې پر وارداتي کالیو تعرفه لوړه شي؛ خو په خواشینۍ، چې په دې اړه هم څه ونه شول.  

د لازمې برښنا او ځمکې نه شتون او پر داخلي صنایعو لوړې تعرفې د دې سبب شوې، چې کورني تولیدات شل سلنه  لږ شي.

دغه صنعت کاران ټینګار کوي؛ حکومت نه دی توانیدلی، چې د کورنیو صنایعو د ملاتړ لپاره منظه تګلاره ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې سوداګریز مرستیال باز محمد افسرزی وایي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له ملي تولیداتو څخه د ملاتړ ځانګړې پالیسي نه لري. دولت له صنعتکارانو سره همکاري نه ده کړې. د هغه دولت له چارواکو څه ګیله، چې کورنۍ یې په بهر کې وي..           

د هېواد د صنعت کارانو د سراسري اتحادیې مرستیال عبدالجبار ساپی وایي، ولسمشر ژمنه کړې وه ، چې د مرکزي بانک د رییس له ټاکلو وروسته به صنعتکارانو ته صنعتي بانک کوړوي؛ خو تر دې دمه دا کار نه دی شوی.

د یادونې وړ ده، چې همدا اوس په هېواد کې دوه زره سل کارخونې کار کوي؛ خو تېرکال سل کارخونې له کاره ولویدې او په وروستیو کې تېرو شل ورځو کې د کندهار ولایت شپږ نوي کارخونې تړل شوې دي.

خبریاله : لیدا نیازۍ

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!