Connect with us

سیمه ییز خبرونه

درندو وسلو ته نه لاسرسی د سیمو د سقوط علت ګڼل کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په غزني ولایت کې چارواکي وایي، که حکومت سیمه ییزو پولیسو ته درندې وسلې ورکړي، هیڅکله به طالبان پرې بریالي نه شي.

د ده یک ولسوالۍ کلي ناامنه دي؛ په دې سیمو کې د جګړو اور بل دی، د ډزو غږونه اوریدل کیږي، چې یوه ویرونکې سیمه ترې جوړه شوې ده او سیمه ییز پولیس د وسلوالو یاغیانو په وړاندې لومړنی سپر دی؛ خو دغه ځواکونه لکه نور ځواکونه ډېر مجهز نه دي.

د رامک کلي د سیمه ییزو پولیسو قومندان بخت محمد وایي، زمونږ ستونزه درندې وسلې دی. که سمه وسله راکړ شي؛ طالبان به پرینږدو، چې خلک ونیسي او وځوروي.              

ملي او سیمه ییز پولیس د کلیو د امنیت تامین لپاره مهم ځواک ګڼل کیږي؛ نو له همدې کبله له هرې وسیلې استفاده کوي، چې وسلوال وځپي.

دوی د طالبانو په څېر ګزمو کې هغه وسایل کاروي، چې طالبان ترې کار اخلي؛ طالبان لږ لیرې په سلیمان زو او بالایي سیمو کې پاخه او دایمي سنګرونه لري.

د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان فیض محمد توفان له څو کلونو راهیسې د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان دی، د هغه په باور که سیمه ییز پولیس پر درندو وسلو سمبال شي، طالبان به ونه توانیږي، چې سیمې لاندې کړي.

د نوموړي په وینا؛ ملي او سیمه ییز پولیس ګډ دي؛ څومره، چې تبلیغ کیږي هومره طالبان ځواکمن نه دي.

طالبانو په یرغلیزو بریدونو هڅه وکړه، چې ده یک ولسوالي  ونیسي او په استخباراتي رپوتونو کې هم ویل شوي، چې دغه ډ‌ول هڅې به بیا وشي.

خبریالان: احمد فرشاد صالح او راز محمد راوش

سیمه ییز خبرونه

د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.

ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.

اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربه‌توب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.

د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.

اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمه‌ییز بحران مسوول دي.

اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهال‌وېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.

له دې مخکې اسلام‌آباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.

د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووه‌ویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلام‌آباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.

هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.

هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.

د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکه‌مکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.

شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.

د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یو‌این‌ډي‌پي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې  زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.

ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!