Connect with us

تازه خبرونه

امریکا دې د افغانستان د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا درناوی وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چین له امریکا غوښتي،  چې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي.

د چین دا غوښتنه له هغې وروسته مطرح کیږي، چې د  امریکا ولسمشر دونالد  ترمپ دفاع وزیر ته واک ورکړ، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو امریکایي سرتېرو په اړه پریکړه وکړي.

د امریکا دفاع وزیرمنلې؛  ولسمشرترمپ ورته اجازه ورکړې، چې  افغانستان ته د استول کیدونکیو سرتېرو په دې پرېکړه وکړي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت دې پریکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې په هر اقدام کې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي تر څنګ د سیمې امنیت او ټیکاو ته هم باید درناوی وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند  لو کانگ ویلي، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې پر امنیت او پراختیا اغېز لري. مونږ باورلرو، چې هر اقدام کهلهد هر لوري کیږي، باید په  کې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي او دغه راز د افغانستان پخلاینې، د سولې خبرو، د سیمې ثبات او پراختیا ته باید پاملرنه هم وشي.

نوموړی زیاتوي، چې بیجنګ د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې غوښتنه لري. چین  تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې له خبرو ملاتړ کړی دی. مونږ هیله من یو، چې د سیمې اړوند هېوادونه وکړای شي د ترهکرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري او پیوستون د سیمې د سولې او ثبات لپاره پیاوړی کړي.

په ناتو کې د امریکا پخوانی سفیر داگلاس لوت وایي،  چې د افغانستان جګړه د پوځي ملاتړ له لارې په سیاسي طریقې حل کیدلی شي.

پنتاګون ته د ځینو پرېکړو واک معقول کار دی او هغوی ته دا واک ورکوي، چې د ماموریت د غوښتنو له مخې د سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي؛ خو یوه اندېښنه را منځته کوي، چې څرنګه دولت ډاډ حاصل کړي،  چې سیاسي، دیپلوماتیک مسایل، اقتصادي مرستې او استخباراتي رول همغږي شي.

د امریکا دغه پخوانی چاوراکی زیاتوي، واشنګټن په پاکستان کې سترې ګټې لري په دې تناسب ،چې پر اسلام آباد فشار راوړي، چې له افغان طالبانو سره مبارزه وکړي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ په پاکستان کې بېلابېلې ګټې لرو. زه فکر کوم له هغو سترې دي، چې وغواړو له افغان طالبانو سره دې مبارزه وشي. د ترهګرو مجموع او اتومي وسلې په واقعیت کې ملي اساسي ګتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر ویلي؛  که څه هم  په افغانستان کې له داعش، القاعده او طالبانو سرهپه  مبارزه کې پرمختګ شوی؛ خو د دغو ډلو ماتول له دې سره تړلي، چې له افغان ځواکونو ملاتړ دوام وکړي او هغه واکونه ورکړ شي، چې د ګټلو لپاره ورته اړتیا ده.

خبریال: فهیم نوري

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!