Connect with us

تازه خبرونه

افغان د کرکېټ۱۹ کلنه لوبډله هېواد ته ډک لاس راستنه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کرکټ د  ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله چې د آسیايي کرکټ سیالیو کپ یې ګټلی دی، نن کابل ته را و رسېده او دروند هر کلی یې وشو.

د آسیايي کرکټ سیالیو دغې اتلې لوبډلې ته د کرکټ بورډ له لوري د ښه راغلاست په موخه غونډه جوړه شوې وه چې د کابینې وزیرانو، د ولسي جرګې غړو، مدني فعالانو او د کرکټ مینه والو پکې برخه اخیستې وه.

د کرکټ بورډ عمومي رییس، شکرالله عاطف مشعل د اتلولۍ په دغه نمانځغونډه کې د افغانستان ټول ملت ته د مبارکۍ تر څنګ د کرکټ د پرمختګ لپاره د هر اړخیز او نه ستړي کېدونکي کار ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: «نن زموږ ځوانانو د آسیا کپ راوړی دی؛ خو زه له تاسو سره ژمنه کوم چې بله یوه ورځ د نړۍ کپ هم دا ځوانان راوړلای شي».

ښاغلي مشعل د ۱۹ کلنو لوبډلې هر غړي ته د کرکټ بورډ له لوري ۱۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي جایزه اعلان کړه او د کرکټ بورډ د غړو له خوا ورته وسپارل شوه.

په دغه غونډه کې د ښارجوړونې وزیر او د کرکټ بورډ غړي، سید سادات منصور نادري، و وېل چې دوی به له کرکټ بورډ سره په همکارۍ د لوبغالو په جوړولو کې پوره مرسته کوي. ښاغلي نادري زیاته کړه: «تاسو افغانستان ته لوبې ګټئ او موږ به تاسو ته آسانتیاوې را منځته کوو»

د ښارجوړونې وزیر همدا راز له هر لوبغاړي سره د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو ډالۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې په راتلونکې اونۍ کې به د ۱۹ کلنو لوبډله د ښارجوړونې وزارت ته مېلمنه کړي او خپله ډالۍ به ورته وسپاري.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر، عبدالحمید طهماسي چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړي و ويل چې افغانستان د نړۍ لویو هېوادونو ته په کرکټ کې ماته ور کړې ده او هغه هم له لوبډلې سره د نغدي مرستو ژمنه وکړه.

همدا راز ملی سوداګرو او د لوړو زده کړو مؤسسو له لوري هم د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره د مرستو ژمنې وشوې.

د یادونې وړه ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د ۲۰۱۷ کال، د آسیايي جام په سیالیو کې اتلولې تر لاسه کړه.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!