لوبی
افغانستان ایرلند ته په ۱۷ منډو ماته ورکړه
د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د درې شل اوریزو سیالیو دوه یمه لو افغان ملي بوبډلې وګټله او ایرلند ته یې په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.
افغانستان په ټاکل شویو شل اورونو کې د اته لوبغاړي په له لاسه ورکولو ۱۸۴ منډې جوړې کړې.
ایرلیند ملي لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې پیاوړې او چټکه توپ وهنه پیل کړه. ایرلینډ لوبډلې یوازې دوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو ۶۵ منډې جوړې کړې، چې لوبه د باران له کبله وځنډول شوه.
له باران څخه وروسته ایرلیند لوبډلې ته په ۱۱ اورونو د ۱۱۱ منډو هدف وټاکل شو، چې له ۹۳ منډو له جوړولو وروسته ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او له ماتې سره مخ شو.
قتیل زوی
لوبی
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړهراکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.
د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.
عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوهیمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.
نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم افسي ته ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
په دوهیمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوهویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د جوانانواحدي او موجساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.
دوهیمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ شي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن (پنجشنبه د وري دېرشمه) د آسیا ملتونو جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ۱ پر ۳ ماتې وخوړه.
د افغانستان او ایران فوټسال ملي لوډلو ترمنځ دا لوبه د تایلینډ په بنکاک ښار کې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ترسره شوه.
د افغانستان لپاره یوازنی ګول مهران غلامي تر سره کړ.
د هېواد فوټسال ملي لوبغاړي به د راتلونکې شنبې پر ورځ د دې سیالیو په دوهیمه لوبه کې د کویټ له لوبغاړو سره مخ شي.
د افغانستان د آسیا ملتونو په فوټسال جام کې له ایران، بحرین او کویټ سره د یوه ګروپ ډلې دي.
د يادونې ده، چې د آسيا ملتونو فوټسال جام د ټایلیند پر کوربتوب نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د نړۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د ترسره کېدو په حال کې دي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ5 days ago
د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري