Connect with us

لوبی

افغان لوبغاړيو په سالون کې دننه د آسیایي لوبو مدلونه ترغاړې کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان لوبغاړي حسین بخش سفري په سالون کې دننه د آسیايي رزمي لوبو طلایي مدال خپل  او د کوربه هېواد دوه او د قرغزستان یو لوبغاړي یې د ۶۲ کیلو ګرامه وزن په لرلو پر شاه تمبولي او په دغو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره لومړنی د سرو زرو مډال پر غاړه کړ.

د افغانستان لپاره دوه یم مدال احمد جاوید امیري په دودیزه غېږ نیونه کې ترلاسه کړ.

ښاغلي امیري خپل ترکمن او ازبک سیالان مات کړل؛ خو کله، چې د سرو زرو مدال د ترلاسه کولو لپاره ډګر ته کښته شو؛ نو سیال یې پرې برلاسی شو او ښاغلي امیري د سپینو زرو د مدال لرونکی پاتې شو.

بله خوا افغان لوبغاړو د فوتسال په سیالۍ کې د چین ځواکمنې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دوه صفر له خپلې سیالې لوبډلې مخکې و، خو په دوه یمه نیمايي کې یې تر هغه هم ښه لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې ګول یې څلور ځله پرانیست، چې په ځواب کې یې چینايي لوبډلې یوازې یو ګول وکړ. دغه لوبه ۶ـ ۱ د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

افغانستان بازیهای داخل سالون و رزمی آسیا را پرقدرت آغاز کرد، حسین بخش سفری در جوجیستو طلا گرفت، احمد جاوید امیری در کورش افغانستان را صاحب مدال نقره ساخت و تیم ملی فوتسال کشور هم تیم پرقدرت چین را ۶ بر ۱ از پیشرو برداشت.

افغانستان په دغو سیالیو کې تر دې دمه شپږم ځای لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له مخې؛ مدال راوړونکیو ته به له ۲۰۰ زره څخه تر شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو انعام ورکول کیږي.

د آسیا سالون دننه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي، چې د آسیا او اوقیانوسیه ۶۲ هېوادونو لوبغاړیو ګډون په کې کړی دی.

د افغانستان د ورزش برخې مسوولینو ویلي،  تمه ده، چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغو لوبو له پرانستې مخکې د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو سره ولیدل او پر اړینو چارو یې درې اړخیزه خبرې وکړې او د شپې ناوخته د ملګرو ملتونو په ۷۲ غونډه کې د ګډون لپاره د نیویارک پرلوري روان شو.

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن (پنجشنبه د وري دېرشمه) د آسیا ملتونو جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ۱ پر ۳ ماتې وخوړه.

د افغانستان او ایران فوټسال ملي لوډلو ترمنځ دا لوبه د تایلینډ په بنکاک ښار کې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ترسره شوه.

د افغانستان لپاره یوازنی ګول مهران غلامي تر سره کړ.

د هېواد فوټسال ملي لوبغاړي به د راتلونکې شنبې پر ورځ د دې سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې د کویټ له لوبغاړو سره مخ شي.

د افغانستان د آسیا ملتونو په فوټسال جام کې له ایران، بحرین او کویټ سره د یوه ګروپ ډلې دي.

د يادونې ده، چې د آسيا ملتونو فوټسال جام د ټایلیند پر کوربتوب نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د نړۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د ترسره کېدو په حال کې دي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق تر‌لاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه خپلو مینه‌والو ته له خوښیو پر ډک زیري څرګندوي، چې د نړۍ د یوې سترې سپورټي پېښې (  ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالۍ) د خپراوي حق یې تر‌لاسه کړی دی.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالۍ به پر رسمي، قانوني او ځانګړي توګه له آریانا ټلویزیون څخه خپرې شي.

دا لوبې به د جولای پر شپږویشتمه پیل او د اګست تر یوولسمې به روانې وي.

آریانا ټلویزیون تل هڅه کړې، چې د افغانستان خلکو ته غوره ملي او نړیوالې لوبې خپرې کړي.

په تېرو څو کلونو کې آریانا ټلویزیون د کرکټ په ګډون د فوټبال، فوټسال او المپیک سپورټي سیالۍ خپرې کړې دي.

آریانا تلویزیون د ۲۰۲۰ ز. کال توکیو لوبې او د ۲۰۲۲ کال د بیجینګ ژمنۍ لوبې هم په ځانګړي توګه خپرې کړې دي.

د ۲۰۱۶ کال ریو لوبې هم په ځانګړي توګه آریانا ټلویزیون خپرې کړي.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو پیل ته درې میاشتې پاتې دي؛ خو رسمي بهیر یې روان دی.

د سې شنبې پر ورځ د المپیک چارواکو ټینګار وکړ، چې د پاریس لوبې به د یو نوی پړاو زیری له ځان سره ولري او د تېر پر پرتله به ځوانې، پراخې، پوره ښاري او باثباته وي.

د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ویلي: دا به د اولمپیک لومړۍ لوبې وي، چې د جنسیت پر برابرۍ ترسره کیږي؛ ځکه، چې نړیوالې کمیټې په سلو کې ۵۰ ځایونه نرینه او ښځینه لوبغاړو ته ځانګړي کړي دي.

د پاریس د دغو لوبو تنظیمولو کمیټې مشر توني سټنګوټ ویلي، چې ښځو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۰ ز. کال کې د پاریس د لوبو کډونوالې شوې.

دغه راز د ۲۰۲۴ پاریس المپیک مشال د سې شنبې پر ورځ د یونان په اولمپیا کې پخپله لرغونې بڼه د نړیوالو بحرانونو تر سیوري لاندې له هیلو ډک روښانه شو.

توماس باخ په دې مراسمو کې ویلي: په پخوانیو وختونو کې د اولمپیک لوبو د یونان دولتونه په ځانګړي توګه د جګړو او نښتو پر مهال سره نږدې کول.

باخ زیاته کړې: نن د المپیک لوبه یوازنۍ پېښه ده، چې ټوله نړۍ په سوله‌ییزو سیالیو کې سره یو ځای کوي. لکه څنګه، چې نن د اولمپیک لوبغاړي دا پیاوړی پیغام لېږدوي: هو! دا ممکنه ده، چې له یو بل سره سخته سیالي وکړو؛ خو بیا هم تر یوه چتر لاندې سوله‌ییز ژوند ولرو.

په يونان کې يوولس ورځنی لاریون روان دی او شاوخوا شپږ سوه کسان به د اور‌لمبه د هېواد په ٤١ سیمو کې پېنځه زره کيلومټره ولېږدوي.

د اولمپيک مشال به د اپريل پر شپږویشتمه په پاناتنائيک لوبغالي کې د يو لړ مراسمو پر مهال د لوبو تنظيموونکیو ته، چې د ١٨٩٦ کال د اولمپيک د لومړيو عصري لوبو ځای دی؛ وسپارل شي.

لس زره مشال لېږدوونکي به دا لمبه د فرانسې ۶۴ سیمو ته ولیږدوي.

مشال به د خپل ۱۲ زره کیلومټري سفر په بهیر کې له ۴۰۰ ښارونو او لسګونو سیاحتي سیمو  فرانسې او له فرانسې بهر د کارابین بحر، د هند بحر او ارام سمندر له سیمو تېر شي.

د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو پرانیستلو مراسم به د جولای پر شپږویشتمه ترسره شي.

د یادولو ده، چې د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو لیوال کولی شي په ټول افغانستان کې د دغو سیالیو د جزئیاتو معلومولو لپاره آریانا او آریانانیوز اوبپاڼې وګوري او وڅاري.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچه‌اچونه پای ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

په کابل کې د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووه‌ویشتمه) له غرمې وروسته د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د مهالوېش ټاکلو لپاره د پچې‌اچونې مراسم ترسره شول.

د افغانستان فوټبال فدراسیون، آریانا ټلویزیوني څانګه او د دغه لیګ مالي ملاتړ‌کوونکی ویکټور انرژي د یاد پړاو سیالیو د مهالوېش لپاره د پچې‌اچونې مراسمو کوربه ول، چې له غرمې وروسته له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وړاندې شول.

دغه مراسم د آریانا تلویزیون په سټوډیو کې جوړ شوي وه او پچه‌اچونه یې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رییس احمدالله وثیق له‌خوا ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون او د بدني روزنې او سپورټ څانګې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي رییس محمد طاهر رووفي، د آریانا ټلویزیو د سوداګریزې برخې مشر لطف الله ستانکزي، د ویکتور انرژی مدیر غلام رباني عباس، د پامیر ګروپ د شرکتونو د عامه اړیکو مسوول میر‌احمد بهره او د کلبونو استازو ګډون کړی و.

دولس لوبډلې په دې زړه‌راکښونکیو سپورتي سیالیو کې برخه اخلي، چې د شنبې پر ورځ (د غویی لومړۍ) پیل کیږي او د غبرګولي تر درېیمې به روانې وي.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره کیږي او په لومړۍ لوبه کې به فوټبال لوبډله ابو مسلم فراه له سرسبز یاشلر سره مخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د آریانا او آریانا نیو ټلویزیونونو له لارې د سیالیو تازه خبرونه او معلومات ترلاسه کړي.

 آریانا نیوز او آریانا ټلویزیونونه د سیالیو پر مهال او له سیالیو مخکې تازه موضوعات خپروي.

لومړۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ماسپښین ۲ بجې پیل او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د دې ورځې دوه‌یمه لوبه مازیګر څلور بجې پیلیږي او سرخ‌پوشان خوافي به له خراسان فاریاب سره مخ شي.

دغه سیالۍ به ۳۳ ورځې په ۶۶ لوبو کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژی هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم اف‌سي سرپل، خراسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه لف‌سي او موج سااحل لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!