لوبی
افغانستان د اسلامي هېوادونو په المپیک کي له ۱۲ کلن ځنډ وروسته مدال ترلاسه کړ
د اسلامی هېوادونو د څلورم پړاو المپیک سیالۍ، چې په آذربایجان کې تر سره شوي؛ له اته څلویښت کیلو ګرام وزن سره عبدالرزاق دوه پرصفر خپل ترکمنستانی سیال ته ماته ورکړه او افغانستان مډال ترلاسه کړ.
عبدالرزاق سبا ته له خپل ترکی سیال سره لوبه لري او په بریالۍ لوبه کې به د سروزرو مدال ترلاسه کړی او که له ماتې سره مخ شو؛ نو برنز مډال به یې خپل وي.
دا د اسلامي هېوادونو په المپیک سیالو کې له دولس کلونو وروسته لومړی مډال دی، چی افغانستان یی ترلاسه کوي.
همدارنګه نن شپه او سبا شښه به د هېواد د زور خانې لوبغاړی د مدال د ترلاسه کولو لپاره د خپلو سیالانو به وړاندې د لوبې ډګر ته راووځي.
لوبی
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هند ته د ۱ ګول پر توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې نن سې شنبه ( د وري اوومه) د اسام ایالت په ګواهاتي لوبغالي کې د هند فوټبال ملي لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
دا لوبې د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د آسیا د ۲۰۲۷ د غوراوي پړاو دي.
افغانستان د دغو سیالیو په جدول کې د کویټ، قطر او هند سره په ګروپ کې دی.
د هند لوبډلمشر سنیل چیتري د لوبې په اووهدېرشمه دقیقه کې افغانستان ته یو ګول ورکړ؛ خو د لوبې د دوهیمې برخې په اووهاویایمه دقیقه کې افغان لوبغاړي رحمت اکبري ګول وواهه او لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه.
افغان لوبغاړي شریف محمد د پنالټي پر شوټ ګول ورکړ او افغانستان دا لوبه ۲-۱ وګټله.
افغانستان او هند ( د وري پر دوهیمه) د سعودي عربستان د خمیس ښار د ضمک په لوبغالي کې صفر-صفر لوبه مساوي کړې وه.
د افغانستان په دې لوبه کې اویس عزیزي، اسلام الدین امیري، محبوب حنفي، جبار شرزه، حبیب الله عسکر، مصور احدي، رحمت اکبري، امید پوپلزی، توفی سکندري، ذوالفقار نظري او شریف محمد لوبېدلي دي.
افغانستان له دې مخکې د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د غوراوي د دوهیم پړاو په سیالیو کې قطر او کویټ ته لوبې بایللې وې او له همدې کبله یې له هند څخه د لوبې ګټلو ته اړتیا ډېره وه.
لوبی
افغانستان په فوټسال لوبه کې استرالیا ته ۵-۴ ماتې ورکړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د استرالیا پر وړاندې څلور اړخیزه نړیواله سیالي د یو ګول پر توپیر وګټله.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه) په تایلینډ کې ترسره شوه، د افغانستان له لوري په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه امید غضنبري، سید مجتبی حسیني، اکبر کاظمي او مهران غلامي ووهل.
اسټرالیا لوبه په دوهیمه نیمايي کې مساوي کړه او په وروستۍ دقیقه کې مهدي نوروزي د افغانستان لپاره د بریا ګول ترسره کړ.
په همدې حال کې د افغانستان لومړۍ لوبه د مالیزیا پر وړاندې ۳-۳ مساوي شوې وه.
د افغانستان راتلونکې لوبه د چارشنبې پر ورځ له کوربه لوبډلې تایلینډ سره ده.
لوبی
آریانا ټلویزیون د هند کرکټ غوره لیګ د خپراوي حق خپل کړ
آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې په ډاګه کړې، چې په ټلویزیون او اوبپاڼې کې یې د هند کرکټ غوره لیګ (IPL) د خپراوي ځانګړی حق ترلاسه کړي دي.
د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ به سبا جمعه (د وري درېیمه / د مارچ دوهویشتمه ) د ماښام پر ۶:۳۰ بجو پیل شي او دوه میاشتې به روانې او میلیونونو افغان مینهوالو ته به د لاسرسي وړ وي.
په هند کې د کرکټ د څارنې بورډ (بي بي سي آی) په روانه اوونۍ کې د لیګ د نوي پړاو د ۲۱ لوبو مهالوېش خپور کړ، چې د مارچ له ۲۲ څخه د اپریل ۷ پورې به روانې وي.
د دې سياليو پايلوبه به د مې پر شپږویشتمه ترسره شي.
د هند غوره لیګ وخت به د بي بي سي آی د پلاوي لهخوا اعلان شي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې به سبا (جمعه) د هند په چینای ښار کې چینا سوپر کینګز او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره مخ کیږي.
د تېر کال په څېر په دې ټورنمنټ کې به ۷۰ لوبې وي او هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کوي.
غوره څلور ټیمونه به پلی آف ته ولاړ شي، چې د کوالیفای یو پړاو وي، د یو وتلو له پړاو وروسته د کوالیفای پړاو دوه او بیا پایلوبه ده.
په هغو ورځو کې، چې دوه لوبې وي؛ لومړۍ لوبه به د ماسپښین پر ۲:۳۰ او دوهیمه د ماښام پر ۶:۳۰ وي.
هغه لس لوبډلې، چې تېر کال یې په ټورنمنټ کې برخه اخیستې وه، ټول به سږ کال د هند غوره لیګ په دې پړاو کې د ګډون لپاره راستانه شي.
لوبډلې په لاندې ډول دي:
چینای سوپر کینګز (اوسنی اتلان)
ډیلي کپیتنز
ګجرات ټایټنز
کلکته نایټ رایډرز
لکنو سوپر جاینټز
ممبي انډینز
پنجاب کینګز
راجستان رایالز
رویال چلنجرز بنګلور
سنرایزرز حیدرآباد
د هند پریمیر لیګ سیالۍ د هند په لس ښارونو کې ترسره کیږي، چې هره لوبډله یې د کور او بهر د سیالیو کوربهتوب کوي، مخکې له دې، چې په نرندرا مودي لوبغالي کې ترسره کیږي.
د لومړنیو وړاندوینو له مخې؛ چینای سوپر کینګز کولی شي د خپلې اتلولې نوم وساتي؛ ځکه، چې دې لوبډلې تر دې دمه پېنځه ځله اتلولي خپله کړې ده.
دا سیالۍ به څنګه وګورو؟
دا سیالۍ به پر ژوندۍ، ځانګړې او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون www.arianatelevision.com او اوبپاڼې څخه خپرې شي.
کله، چې بي بي سي آی بورډ د دغو سیالیو بشپړ مهالوېش خپور کړ؛ نو د کرکټ مینهوال به بیا خبر شي.
سبا (جمعه د وري درېیمه / د مارچ دوهویشتمه) اریانا ټلویزیون به د ماښام پر ۶:۳۰ بجو د هند غوره لیګ سیالي پیل کړي. ورپسې به لومړۍ لوبه د چینای سوپر کینګز او رویال چلینجر بنګلور ترمنځ د ماښام پر ۷:۰۰ بجو پیل شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې
-
تازه خبرونه4 days ago
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
-
تازه خبرونه5 days ago
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه1 day ago
د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه