Connect with us

تازه خبرونه

اروپايي ټولني د کرنې له وزارت سره ۲.۵ میلیون یورو مرسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

AGRICULTURE _ 31_01_2017_DARI_SOT.mpg_snapshot_00.13_[2017.01.31_20.20.08]اروپايي ټولنې د کرنې او مالداري له وزارت سره د دوه میلیون زیاتو یورو په ارزښت مرسته وکړه.

دغه تړون دسه شنبه په ورځ  د کرنې او مالدارۍ وزارت، د خوړو د نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې داستازو ترمنځ لاسلیک شو.

دغه پیسې به د خوړو د نړیوال سازمان او د کرنې او مالداري وزارت له خوا د هېواد په کچه د کرنیزو اقتصادي زونونو په مشخصولو ولګول شي.

د کرني او مالداري  وزارت وايي، په دې پیسو سره به پرمختللي کرنیز وسایل هم وپیري.

اسدالله ضمیر د کرنې او مالداري وزیر وویل: “مونږه هڅه کوو چې په دې سره دهېواد په کچه کرنیز او اقتصادي زونونه مشخص کړواو هڅه کوو چې کرنه له سنتي حالت څخه وژغورو”.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان او داروپايي ټولني استازی وايي چې په افغانستان کې د کرني په برخه کې لوړ ظرفیت شتون لري او باید د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره کار وشي. دغه پروژه به په دریو کلونو کې ګټي اخستني ته وسپارل شي.

ښاغلی افای تومیوشیچري په کابل کې دملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان رییس وویل:”کرنه د اقتصادي پراختیا اصلي لامل دي چې افغانستان په دې برخه کې لوړ ظرفیت لري باید له دې څخه سمه استفاده وشي او دافغانستان کرنه باید له سنتي حالت څخه وایستل شي”.

موریزوکلین په کابل کې داروپايي ټولنې استازی زیاته کړه: “دغه مرستې دافغانستان دحکومت او د کرني او مالدارۍ وزارت په غوښتنه تر سره شوي. اروپايي ټولنه به د افغانستان دکرني له بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي”.

په کابل کې د اروپايي ټولني استازی وايي چې افغانستان د کرني په برخه کې زیات ظرفیت لري خو بیا هم واردوونکی هیواد دی.

دوي وايي،  چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د کرنیزو پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې خپلوهمکاریو ته نور هم دوام ورکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!