ګاونډ هېوادونه مو د پانګونې او تولیداتو مخه نیسي

(Last Updated On: July 10, 2017 7:36 pm)

د ماليي وزارت وايي، ګاونډ هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د پانګونې او د کورنيو تولیداتو مخه ونیسي.

د هېواد د ماليي وزیر اکلیل حکیمي وایي، چې د ملي وحدت حکومت په بروکسل غونډه کې له نړیوالو سره د ژمنې له مخې هڅې کوي، چي په افغانستان کې د پانګوني شته فرصتونو ته پانګوال جذب کړي.

نوموړی زیاتوي؛ حکومت د هېواد هغو پانګوالو ته، چي په افغانستان کي د پانګوڼې اراده لري، ټولې آسانتیاوي برابري کړې دي.

هغه مني، چې اوس هم د دغه بهیر پر وړانډې ستونزي شته؛ خو حکومت ژمن دی، چې دغه ستونزي حل کړي.

د نوموړي په وینا؛ هغه افغانان، چي غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي هغوۍ ته زمینه برابره وو. حکومت ژمن دي؛ خو د ځینو ګاونډ هېوادونو سیاسي ستونزې د دې لامل شوي، چې دغه بهیر ټکنی کړي.مونږ هڅه وکوو، چې دغه ستونزه حل کړو.

په افغانستان کي د ملګروملتونو ځانګړی استازی تاداماچي یاماماتو وايي، چې په بروکسل غونډه له افغانستان سره  د شوې ژمنې ډېره برخه پلې شوې او یو څه برخه يي اوس هم پخپل ځای ده.

هغه زیاته وي، چې باید له فساد سره مبارزه وشي؛ نړیوالې ټولني او افغان حکومت دې د بروکسل د ژمنود پوره کولو لړۍ په ګډه روانه وساتي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغه ناسته کې هم نړیوالې ټولني او هم افغان حکومت په پخپلو ژمنو او پرمختګونو خبرې وکړي؛ نړیوالو په افغانستان کې پر شويو پرمختګونو خبري وکړې او د ستونزو د اوارۍ پر لارو چارو هم خبرې وشوې. مونږه دغه ناسته مثبته ارزوو.

د ماليي وزارت وايي، د پانګونې د جذب په لړ کې به د انرژۍ د تولید د لويي  پروژې کارو نه پیل شي. او له ملي شورا سره په ګډه به د عامه او خصوصی سکتور ګډې پانګونې قانون هم تصویب شي.

د وزارت مسوو لین وايي؛ حکومت هڅه کوي، چې په روان مالي کال کي به یوسل و څلور پنځوس میلیارد افغاني عواید راټول شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

(Last Updated On: September 21, 2017 5:35 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي …