پاکستان په خپله خاوره کې له ترهګرو سره مبارزې ته خپله هوکړه اعلام کړه

(Last Updated On: September 30, 2017 7:31 pm)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو له سرچینو او مرکزونو سره مبارزې ته خپله هوکړه اعلام کړه.

پر پاکستان له نړیوالو فشارونو وروسته اوس دې هېواد د لفظي بریدونو لپاره نوې پاڼه پرانیسته.

پاکستان تورن دی، چې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون لسګونه نورې ډلې یې په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې برخه کې ملامتیا نه مني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وایي؛ پاکستان له امریکا سره د شوروي په وړاندې جګړه کې په کلکه ودرید، چې دا یوه ناسمه پرېکړه وه. هغه یوه نیابتي جګړه وه، له مونږ څخه په کې ګټه پورته شوه او دا دی لیرې واچول شوو. مونږ د حقاني او حافظ سعید په خاطر مه ملامتوئ؛ دوی هغه کسان دي، چې شل یا دېرش کاله مخکې ستاسو دوستان ول. هغوی په سپینه ماڼۍ کې څښلي او خوړلي، اوس تاسې وایئ، چې پاکستان دې دوزخ ته ولاړ شي په دې خاطر، چې دا کسان پالي.

د امریکا په تازه تګلاره کې ویل شوي، چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه ورته د منلو نه دي، پاکستان هم له دې پناه ځایونو سره د مبارزې لپاره تیاری ښودلی دی.

خواجه آصف دا هم ویلي؛ زه موافق یم، چې مونږ باید په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو او پناه ځایونو په وړاندې مبارزه وکړو. ممکن مونږ یو لړ تېروتنې کړې وي؛ خو دا یوه ټولیزه ګناه وه.

نوموړي په ډاګه کړې، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او پاکستان غواړي، چې امریکا روانه جګړه پای ته ورسوي.

په افغانستان کې ویل کیږي، چې پاکستان هر مهال د ځان په ګټه کار کړی دی.

د ولسي جرګې غړی زکریا زکریا وایي، که پاکستان د ساړه جنګ پر مهال مرسته کړې؛ خو ګټه یې هم ډېره تر لاسه کړې ده. پاکستان باید دومره هم مخکې نه وای تلی، چې یو خپلواک هېواد د طالبانو په نیابتي جګړه کې ښکېل کړي.         

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان حکومت هم د ملامتیا بار پر دغه حکومت اچوي او ټینګار کوي، چې د د دغه حکومت له همکارۍ پرته په افغانستان او سیمه کې سوله نا ممکنه ده.    

About Ariana News

Check Also

په پاکستان کې افغان سفير له مولانا سميع الحق سره ولیدل

(Last Updated On: October 23, 2017 4:19 pm) په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال خبر …