عاجل خبرونه

ولسمشر غني ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د همکاریو شل تړونونه لاسلیکوي

(Last Updated On: December 04, 2017 6:37 pm)

ولسمشر غني ازبکستان ته د ننني سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له چارواکو سره د همکاریو شل تړونونه لاسلیکوي او تمه ده، چې له دغه شمالي هېواد سره به د همکاریو نوی فصل پرانیزي.

ولسمشر به په دې سفر کې د ازبکستان له لوړپوړیو چارواکو سره لیدنې ولري او په اقتصادي او امنیتي برخو کې به یو لړ تړونونه هم لاسلیک کړي.

د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، چې ولسمشر ازبکستان ته تلی او په دې سفر کې به له شل ډېر بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې له ازبکستان سره به د سوداګرۍ په برخه کې دوه تړونونه هم لاسلیک شي، چې د افغانستان د اقتصاد په برخه کې به ګټور تمام شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، په تېره یوه اوونۍ کې افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې غوره لاسته راوړنې درلودې او په دغو تړونونو کې ، چې ولسمشر یې د ازبکستان له هېواد سره لاسلیکوي؛ دوه یې اقتصادي دي.

له دې مخکې ولسمشر په آذربایجان کې د هغه هېواد له چارواکو سره د ښوونې، کرنې او اقتصاد په برخو کې پېنځه تړونونه لاسلیک کړل.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

په کابل کې دې د امریکا سفارت وتړل شي- د ننګرهار لاریونوال

(Last Updated On: December 10, 2017 7:22 pm) په ننګرهار کې سلګونه کسانو په کابل …