عاجل خبرونه

ولسمشر غني له پاکستان سره د سولې پر خبرو ټينګار وکړ

(Last Updated On: October 05, 2017 6:25 pm)

د افغانستان ولسمشر، چې په ارګ کې د سام نړیوالې ناستې پر دوه یمه ورځ وینا کوله وویل، چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په خپله خاوره کې سخت دریځو ته اجازه ورنکړي.

د سام دوه ورځنۍ غونډ‌ه په کابل کې جوړه او ترسره شوه؛ ولسمشر غني یو ځل بیا پاکستان ته ګوته ونیوه، چې ګواکي دغه هېواد د ترهګرو پر خوندي مرکز بدل شوی او باید مخه یې ونیول شي.

 هغه له پاکستان سره د افغان دولت د سولې د خبرو په چټکولو هم ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې د امریکا نوې ستراتیژۍ د جګړې پر ماهیت غور او خبرو ته د کښیناستو زمینه برابره کړې ده.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې زه یو ځل بیا پر پاکستان غږ کوم، چې د دولتونو په توګه د سولې خبرې باید چټکي کړو. غیر دولتي لوریو ته ځای ورکول د اړوند اړخونو مسوولیت ګڼل کیږي.

ولسمشر غني د سام غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړه، چې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د سیمې د ثبات لپاره زمینه برابر کړې ده.

د هغه په وینا؛ د امریکا نوې ستراتیژي د جګړې نفي کولو او خبرو ته د کښیناستو زمینه برابره کړې ده. مونږ د دغې ستراتیژۍ هرکلی او قوي ملاتړ یې کوو. د سیمې پر ثبات سربېره به دغه ستراتیژي د نړۍ له ثبات سره هم همکاري وکړي.

ولسمشر غني وویل، چې حکومت یې له اداري فساد سره په مبارزه کې جدي دي.

هغه څرګنده کړې؛ د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ما هغه پوځي او ملکي چارواکي زندان ته ولیږل، چې د هېوادوالو له باوره یې ناوړه استفاده کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یا ماماتوهم په تمه دي، چې د امریکا نوې ستراتیژي به د افغانستان کړکیچ حل او د ثبات او سولې پر لوري به ګامونه اوچت شي.

هغه زیاتوي، د امریکا له ستراتیژۍ د لویو هېوادونو ملاتړ او په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډ هېواد چین ملاتړ او مشارکت سیاسي فضا داسې جوړه کړې، چې د سولې لپاره به کلک ګامونه اوچتیږي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د سام ګډونوالو ته په ډاګه کړې، چې له نړیوالو سره په کړیو ژمنو يې عمل کړی؛ خو په وینا یې بشپړې کامیابۍ ته مزل پاتې دي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

(Last Updated On: October 17, 2017 6:14 pm)چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت …