Home / تازه خبرونه / ولسمشر حکومتداري له ستونزو سره مخ کړې- همایون همایون

ولسمشر حکومتداري له ستونزو سره مخ کړې- همایون همایون

vlcsnap-2017-03-20-17h37m11s23

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، ولسمشر په پرله پسې توګه اساسي قانون ترپښو لاندې کړی، چې دې کار حکومتداري له ستونزو سره مخ کړې ده.

په هېواد کې د قانون تر پښو لاندې کول هغه ستونزه ده، چې د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي؛ هیڅوک او هیڅ شی له اساسي قانون پورته ندی او دا د حکومت دنده ده، چې نه یوازې پر ځان، بلکې پر ټولو قانون پلی کړی.

نتوموړی ټینګار کوي، چې د وزیرانو د استیضاح بهیر به هیڅ کله ټکنی نشي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازې شکیبا هاشمي د ولسمشر لخوا د قانون نقض تر نیوکو لاندې نیسي او وايي، په وزارتونو کې د سرپرستانو د کار دوام د اساسي قانون ښکاره نقض دی.

په ولسي جرګه کې ټینګار شوی، چې حکومت مکلف دی د قانون پر بنسټ خپل پروګرامونه عملي کړي او د هېواد ګټې له سلیقو او سازشونو قرباني نکړي.

خبریال رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

MOD

ولسمشر د دفاع وزیر او ملي ځواکونو د ستر درستیز استعفاوې ومنلې

 د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر تائید کړې، چې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالله …