عاجل خبرونه

ولسمشر غني سوداګر او پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول

(Last Updated On: September 21, 2017 3:30 pm)

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني پانګوالو او تاجرانو ته په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني پرون ماښام په نیویارک ښار کې د اتلانتیک شورا له لوري د خصوصي شرکتونو له مدیرانو سره په برابره شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، د اوپیک سازمان استازيو، افغان پانګوال احسان الله بیات او د بېلابېلو هېوادونو پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی و.

ولسمشرۍ زیاته کړې، چې ولسمشر غني بهرنیو پانګوالو او تاجرانو ته په افغانستان کې د برښنا بندونو د جوړولو، د بدلون وړ برښنا د تولید، بېخبناوو، کانونو، کرنې او نورو برخو کې د پانګونې او سوداګرۍ د بېلابېلو فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو پانګوالو او سوداګرو په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو په اړه د بحث پرمهال دغه فرصتونه ګټور وبلل؛ د آسترالیا سوداګرو د کانونو راایستلو او همدارنګه ځینو نورو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ليوالتیا ښودلې ده.

د اوپیک سازمان استازي ویلي، افغانستان ورته لومړیتوب لري او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د ضمانتونو په اړه به خپل پلان په نږدې راتلونکي کې د افغانستان له حکومت سره شریک کړي.

ولسمشر په افغانستان کې پانګونې ته د دوی له لیوالتیا مننه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره پانګوالو او سوداګرو ته هر راز آسانتیاوې برابروي.

ولسمشر اوړمه ورڅ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو په ۷۲ ناسته کې د افغانستان او سیمې د اړتیاوو په اړه هر اړخیزه وینا کړې او د دې ناستې په څنډو کې یې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له استازیو سره یې هم خبرې کړې دي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو د فراه شېبکوه ولسوالي نيولې

(Last Updated On: October 17, 2017 6:14 pm)چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فراه ولايت …