عاجل خبرونه

ولسمشر غني د انترنت یا سایبر قانون توشیح کړ

(Last Updated On: July 17, 2017 5:32 pm)

د افغانستان په سویل کندهار ولایت کې د نوري فایبر د لومړۍ دستګاه د پرانیستلو پر مهال چارواکو  د انترنیت یا سایبر قانون له توسیح خبر ورکړ او ژمنه وشوه، چې تر پېنځه کلونو پورې به افغانستان له انترنتي پلوه په خپل ځان بسیا شي او د ګاونډ له انحصار څخه به ځان خلاص کړي.

په کندهار کې د نوري فایبر دغه دستګاه لس زره مزي لري، چې پېنځه میلیون دالره لګښت پرې راغلی دی.

د مخابراو معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست سید احمد سادات وایي، چې ولسمشر غني د انترنتي چارو یا سایبر قانون  توشیح کړ او د دغه قانون له موادو څخه سرغړوونکي له پېنځه زره افغانیو جریمې نیولي تر شل کلونو بند پورې په سزا محکومیدای شي.

د نوموړي په وینا؛ د دغه قانون له مخې به هغه کسان، چې د ترهګرو په ګټه تبلیغ کوي او یا حکومت توهینوي، مجازات شي.

د کندهار د ولایتي شورا مسوولین بیا وايي، چې په دغه ولایت کې مخابراتي او انترنتي ستونزې ډېرې دي، چې حکومت یې باید د حل کولو لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

د کندهاروالي مرستیال وایي؛ مونږ غواړو مخابراتي خدمتونه ډېر او لګښت لږ شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، چې تر دوه زره اتلسم کال پورې به په ټول افغانستان کې د نوري فایبر پروژه پلې شي. پر دغه پروژه نهه پنځوس میلیون دالر لګښت راځي، چې د نړیوال بانګ لخوا ورکول کیږي.

About Ariana News

Check Also

هره ورځ 2 سوه ماشومان د سینه بغل له امله صحت طفل ته وړل کېږي

(Last Updated On: November 20, 2017 5:18 pm)د صحت طفل روغتون مسوولین وایی چي په …