عاجل خبرونه

واشنګتن په افغانستان کې خپله ناکامي روانه ساتي

(Last Updated On: August 10, 2017 7:11 pm)

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن د واشنګتن پست په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې؛ د امریکا تګلاره، چې موخه یې له طالبانو، القاعده او داعش ډلو سره د مقابلې لپاره د افغان ځواکونو روزنه  او له هغې وروسته د ځواکونو وتل ول، له شپاړس کلونو وروسته ناکامه شوه.

رونالد نیومن ویلي دي؛ د افغانستان په تړاو د امریکا د تګلارې په تیورۍ کې د افغان پوځ روزنه وه، چې وکړای شي له القاعده، طالبانو او اوس له داعش سره وجنګیږي او وروسته په پراخ ډول خپل ځواکونه وباسي. له شپاړس کلونو وروسته د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې زیاتره خلک د دې تګلارې د ناکامۍ فکر وکړي.

د دغه پخواني امریکایی دیپلومات وینا ده، چې د دې ناکامۍ ستر پیټی د واشنګتن پر اوږو بار دی او د تېرو تېروتنو د اصلاح لپاره هڅې به یوه کال کې هم د پام وړ پایلې ونلري. دا په داسې حال کې ده، چې د دې ناکامیو یوه برخه کم کارۍ او فساد پورې غوټه کیږي، چې په شتون کې یې له افغانستان سره مرسته شوي په میلیونونه دالر بې ځایه ولګیدل. په دې وروستیو کې امریکایي رسنیو لیکلي، چې یوه امریکایي قراردادي په افغانستان کې د پنځوس میلیون دالرو پر ارزښت پیسې د لوکسو موترو په پېرلو او د لوړو معاشونو په ورکړې لګولي دي. امریکایي سناتورانو په یوه لیک کې له دفاع وزیر غوښتي، چې معلومه کړي د امریکایي مالیه ورکوونکیو څومره پیسې بې ځایه لګیدلي دي.

د امریکا د سنا د کورني امنیت او دولتي چارو د کمیتې غړی کلیر مک کاسکل په ډاګه کړې؛ هر چا، چې دغه پیسې تصویب کړي باید ګوښه شي. ولې یو شرکت په زیاتو پخوانیو ستونزو سربېره تړون اخلي. دا د امریکایي مالیه ورکوونکیو پر مخ یوه څپیړه ده.

د امریکا د دفاع وزارت د یوې څېړنې له مخې، یو بریتانوي قراردادي، چې د امریکا د پوځ لپاره په افغانستان کې کارکوي، د اووه لوکس موترو په پېرلو او لوړو معاشونو څلور سوه  شل زره امریکایي دالر اخیستي دي. نیوسنچري کانسلتنګ بریتانوي شرکت د افغان ځواکونوزورنې ته ګمارل شوی و، چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶ کال پورې د امریکا د پوځ قراردادي و.

په امریکا کې د افغانستان په تړاو بحثونه بیا تاوده شوي؛ ولسمشر ترمپ هم په غصه ښکاري، چې ولې یې هېواد په افغانستان کې د بایللو په حال کې دی. هغه په دې اړه له خپلو سلاکارانو څخه له غصې ډکې پوښتنې هم کړې دي.

About Ariana News

Check Also

د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي

(Last Updated On: December 12, 2017 5:41 pm) د خپرندویو ټولنو لخوا د کاپي رایت …