Home / تازه خبرونه / مونږ افغانستان له کورنۍ جګړې ژغورلی- جان کري

مونږ افغانستان له کورنۍ جګړې ژغورلی- جان کري

vlcsnap-2017-01-06-16h22m11s181

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا د ملي وحدت حکومت په جوړښت کې رغنده رول لوبولی او د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته یې افغانستان له کورنۍ جګړې ژغورلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د پنجنشبې په ورځ په خپل وروستي خبري کنفرانس کې ویلي، مونږ په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په جوړښت کې رغنده رول لوبولی دی. په داسې حال کې، چې دغه حکومت له ننګونو سره مخ دی؛ خو راتلونکي ته یې د پرمختګ چانس ژوندی ساتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې له وروستیو ولسمشریزو ټاکنو وروسته داسې ستونزې را منځته شوې، چې زیاترو حتا فکر کاوه دولت به وپاشل شي او کورنۍ جګړې به وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، افغانستان د بارک اوباما په اته کلنه دوره کې د تمرکز یو ټکی و. هغه زیاتوي، د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دی.

جان کرې د ۱۳۹۳ ل کال له لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو وروسته د دوه مخکښو کاندیدانو د پخلاینې او ګډ کار لپاره د پام وړ رول ولوباوه. داسې، چې د ټاکنو ګټونکی ولسمشر اعلان شو او حریف یې اجرائیه رییس او د دواړو تر منځ واک برابر ووېشل شو.

خبریاله : نذیره عظیم کریمي

About Ariana News

Check Also

vlcsnap-2017-02-27-16h52m19s26

نن په ټول هېواد کي د سرتېرو د ستايني او اتلولۍ ورځ ونمانځل شوه

نن په ټول هېواد کي د سرتېرو د ستايني او اتلولۍ ورځ ونمانځل شوه؛ خو …