عاجل خبرونه

معلوماتو ته د لاسرسي ملي ستراتیژي اعلان شوه

(Last Updated On: August 13, 2017 5:25 pm)

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون چارواکو اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي ستراتیژي اعلان کړه.

اجرائيه رييس اطلاعاتو ته د لاسرسي د ملي ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ټينګار وکړ، چې معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسی باید پر یوه معمول هڅوب بدل شي.

اجرائيي رییس عبدالله عبدالله وايي، چې اداري فساد لوړې کچې ته پورته شوی او اطلاعاتو ته لاسرسی به د فساد له مخنیوي سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا؛ خلک اوس هم هغو معلوماتو ته په آسانۍ لاسرسی نلري، چې پر ورځني ژوند یې  نېغه اغېزه لري.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس سید اکرام افضلي وايي، چې اوس هم په حکومتي ادارو کې ګډوډي ده، چې اطلاعاتو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.

هغه زیاتوي، چې د ځينو حکومتي چارواکو، اداري ګډوډیو او خپلسریو اطلاعاتو ته د لاسرسي چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په وینا؛ که حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي، له یوې خوا به په حکومتي چارو کې شفافیت پیدا شي او له بلې خوا به خلک پر دولت باور وکړي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی بیا وايي، چې حکومتي چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو ته باید ژمن پاتې شي.

یو ویشتمه پېړۍ د اطلاعاتو او معلوماتو پېړۍ ده او بېلا بېلو رسنیو نړۍ پر یوه کوچني کلي بدله کړې؛ خو وګورو، چې حکومتي ادارې به له دې وروسته څومره رسنیز باور خپلوي.   

About Ariana News

Check Also

هرات ته د اشرف غني د سفر پر مهال فیسبوک او انستاګرام کار نه کاوه

(Last Updated On: August 20, 2017 5:22 pm) هرات ته د ولسمشر د سفر پر …